د لاسرسي ځای

تازه خبر

مرستندويو ادارو د سوريې له قربانيانو سره د بشري مرستو ژمنه وکړه


مرستندويو ادارو په کويت کې په خپله غونډه کې د سوريې د جګړې له قربانيانو سره د څه کم دوه نيم مليارده ډالرو بشري مرستو ژمنه وکړه.


دا د بشري مرستو تر هغې اندازې له نيمايي هم کمه ده، چې ملګري ملتونه يې د برابرولو هڅه کوي.

د پرونۍ غونډې هدف دا و، چې د بشري مرستو دغه اندازه شپږنيم ملياردو ډالرو ته ورسول شي، څو د سوريې د درې کلنې کورنۍ جګړې له اغېزمنو خلکو سره مرسته وشي. تر دې مخکې د کوم واحد بحران لپاره د دومره زياتې مالي مرستې غوښتنه نه وه شوې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون وويل:

”دا څه کم دوه نيم مليارده ډالره دي، که څه هم موږ دا مهال دقيق ارقام نه لرو، خو د تېر کال په پرتله يو مليارد ډالره زياتوالى ښيي. دا څرګندوي چې بحران او د وضعيت اړتيا زياته شوې ده“

بانکي وايي، په سوريه کې دننه شا و خوا نهه مليونه او درې لکه انسانان مرستو ته اړتيا لري. د سوريې شپږنيم مليونه خلک په دې هېواد کې دننه بېځايه شوي، دوه مليونه نورو سوريايي کډوالو د ګاونډيو هېوادونو په کمپونو کې اړولي دي.

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د ٧٥٣ مليونه، کويت، د ٥٠٠ مليونو مالي مرستو او امريکا په خپلو شوو مرستو سربیره د ٣٨٠ مليونو په ارزښت د بشپړو مرستندويو بستو د برابرولو ژمنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG