د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حامد کرزي مستقبل او د افغانستان انتخابات


ليکوالان زياتوي چې په ریښتيا هم له واک پرېيښودو وروسته هم حامد کرزی په مختلفو طريقو د حکومت مرسته کولی شي.


د امريکا فارن پاليسې مجلې د نجيب شريفي او مائيکل او هانلون مقالې ته عنوان ورکړی، د حامد کرزي مستقبل او د افغانستان انتخابات.


ليکوالان ليکي چې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د يوولس واړو اميدوارانو يا کانديدانو کمپائن روان دی چې پکې د دوی په خبره څو خبرې داسې دي چې ټول يې ملاتړ کوي.

يوولس واړه غواړي چې له نړيوالې ټولنې او امريکا سره نږدې تعلقاتو ته دوام ورکړي، په دوی کې يو هم فرقيه ییزه ايجنډا نلري او داشان نه غواړي چې هيواد يا جوړي شوې ادراې ماتې کړي.

دغه کانديدان دا هم نه غواړي چې د حامد کرزی پر ضد د هغه د ځينو پاليسيو له وجې عدالتي مقدمه وچلوي.

له دې وروسته ليکوالان بيا د حامد کرزي د راتلونکې په اړه خبره کوي او وايي چې دی د هيواد په راتلونکې کې د يو مشر په توګه ښه رول لوبولی شي.

د مقالې په خبره حامد کرزي لا د وړاندې په ارګ کې کور جوړ کړی دی او هېله لري چې د افغانستان په راتلونکې حکومت کې به يو مخکښه کردار ادا کړي.

دا سې ښکاري هغه د راتلونکې حکومت د يوه سلاکار جوړيدو خواهېش هم لري.

ليکوالان زياتوي چې په ریښتيا هم له واک پرېيښودو وروسته هم حامد کرزی په مختلفو طريقو د حکومت مرسته کولی شي.

د دوی په وينا نوموړی د ملګرو ملتونو لخوا د نړۍ له نورو هيوادونو سره د افغانستان د اړيکو په برخه کې استازی هم جوړيدلی شي. يا کولی شي د افغانستان د لويې جرګې مشري وکړي.

خو د مقالي ليکوالان بيا وايې که څه هم حامد کرزی لومړی ولسمشر دی چې له واکه به لیرې شي او دا شان د ولسمشرانو له واکه د لیرې کېدو لړۍ به هم داسې جاري وي نو په داسې حال کې د هر يوه لپاره په ارګ کې جلا جلا کورونه نشي جوړيدلی.

ددې لپاره د مقالې ليکوالان يو وړانديز کوي چې په راتلونکې کې د قانون له لاري د ټولو ولسمشرانو يوه داسې شوری جوړه کړل شي چې هغو ته قانوني استثنی تر لاسه وي او حکومت ته په ځينو برخو کې مشورې ورکوي.

د دوی په وينا له ولسمشرانو جوړه دغه شورا يا ډله کولی شي پر چوکۍ ناست ولسمشر ته په ملي او نړيوالو چارو کې سلا مشورې ورکړي. کله چې اړتيا وي نو د پارليمان او حکومت ترمينځ د رابطه کار په توګه کار وکړي. دا شان د هيواد د لويو تګلارو په لړ کې هغه ته وړانديزونه وکړي او په لويو لويو ملي ناستو او غونډو لکه لويې جرګي کې مخکښه رول ولري.
XS
SM
MD
LG