د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست د کریکټ د افغاني اتلانو کوربه دی


نن خوست ته د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي د یاد ولایت د خلکو، ځايي ادارې او ځوانانو په بلنه ورغلي دي، د دوی د هرکلي له پاره د خوست په ملي لوبغالي کې تر شلو زرو زیات کسان راغونډ شوي ول.


نن خوست ته د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي د یاد ولایت د خلکو، ځايي ادارې او ځوانانو په بلنه ورغلي دي، د دوی د هرکلي له پاره د خوست په ملي لوبغالي کې تر شلو زرو زیات کسان راغونډ شوي ول،


بلخوا د افغان کریکټ بورډ چارواکیو د هرکلي کوونکیو سره ژمنه وکړه، چې تر دې وروسته به یو شمېر ملي او نړیوالې لوبې په خوست کې ترسره کوي.


د چهارشنبې په ورځ خوست د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو او د یادې ادارې د چارواکيو کوربه وو، دوی د خوست د سیمه ییزې ادارې د مسوولینو او د خوستوالو په بلنه دې ولایت ته راغلي دي.

د دوی د سپرلی الوتکه د متون غونډۍ په پاسنۍ برخه راکوزه شوه، نو دوی ته له وړاندې د متون غونډې د سړک په یوه او بله څنډه او د غونډۍ په لمن کې په زرګونو کسان د هرکلي له پاره راټول شوي ول او دوی يې د متون غونډۍ څخه د خوست تر ملي لوبغالي په غبرګو ډولونو ، سورو او نارو همدارنګه ګلونو او ګلدستو بدرګه کړل.

د خوست په ملي لوبغالي کې د کریکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو له پاره د اسقبال ځانګړي ترتیبات نیول شوي ول او دا لومړی ځل وو، چې نه یوازې تر شلو زرو زیات کسان په لوبغالي کې راغونډ شوي ول، بلکې د لوبغالي په بیدیا کې هم د ځای د نشتوالي له کبله په زرګونو کسان منتظر پاتې ول.

خوست والي عبدالجبار نعیمي، چې د یادو مراسمو کوربه وو په خپلو خبرو کې د کریکټ ملي اتلان وستایل او ويې ویل، چې په بهرنیو هېوادونو کې تر سیاسي نماینده ګیو تاسو د افغانستان ښه استازیتوب کړی دی.

ده وویل، تاسو نړیوالو ته د افغانستان د خلکو سوله خوښونه او بشرپالنه په زیات ورسوله:

((تاسو له اسټرلیا نېولې تر جنوبي افریقا، د جنوبي افریق نیولې تر انګلستانه، تر پاکستانه، د پاکستان نه نیولې تر نیپال، بنګله دېش، زیمباوې پورې بلکې په درسته نړۍ کې تاسو ملي اتلانو زموږ د هېواد بیرغ اوچت کړ، دې کار له یوې خوا زموږ تاریخي دښمنان حیران کړي، له بلې خوا یې ټولې نړۍ ته دا پیغام واستوئ، چې د افغانستان ملت یو سوله خوښونکی، سوله پالونکی، بشرپاله او نړۍ پاله ملت دی.))

د افغان ولسمشر سلاکار او د کریکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود زرګونو خوستوالو ته وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به د کریکټ یو داسې لوبغالی جوړ شي، چې هغه به د ملي او نړیوالو لوبو د ترسره کولو له پاره مناسب وي:

((زه امیدواره یم چې د افغانستان د کریکټ بورډ اداره په مناسب وخت او زمان سره په خوست کې د نړیوالو لوبو کوربه توب وکړي، دا نوی سټوډیم یا ملي لوبغالی چې په خوست کې جوړیږي، د خوست په ولایت کې به انشاالله و تعالی افغانستان د نړیوالو لوبو میزباني کوي، خوستوال به د ټولو نړیوالو لوبډلو میزباني کوي.))

د افغانستان د کریکټ بورډ اجرائیوي ريس ډاکټر مراد د کریکټ سره د خوستیو ځوانانو مینې او لیوالتیا ته په کتو ژمنه وکړه، چې تر دې وروسته به یو شمېر ملي او نړیوالې لوبې په خوست کې پلان او عملي کوي:

((دغه جوش او جذبه په رښتیا هم موږ له نږدې نه وه لیدلې، دا موږ دې تشویقوي چې لا نور اداري کارونه ورته وکړو، ځني ټورنمنټونه لکه مخکې چې وزیر صیب ورته اشاره وکړه ، خوست ته يې راوړو، انشاالله تاسو ته وعده درکوو، چې په اینده کې به دا خلي او ځني خارجي ټورنمنټونه خوست ته راوړو تر څو د خوست میشتو ځوانانو هغه تنده د کریکټ ورماته کړو.))

د یادونې وړ ده، د افغانستان د نورو سیمو په شان کریکټ لوبه په خوست کې ډېر مینه وال لري او دا چې د کریکټ د ملي لوبډلې یو شمېر کسان د خوست دي، نو دې کار د کریکټ سره د خلکو مینه او لیوالتیا لا نوره هم زیاته کړې ده.
XS
SM
MD
LG