د لاسرسي ځای

تازه خبر

استاد پسرلی خاورو ته وسپارل شو


د افغانستان نوموتی شاعر او ليکوال استاد محمد صديق پسرلی چې د تير ګل په شپه په هندوستان کې د ورپيښې ناروغۍ له امله ومړ، جنازه يې د چهارشنبې په ورځ د کابل په عيدګاه جومات کې ادا او د شهداي صالحين په هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.

د افغانستان نوموتی شاعر او ليکوال استاد محمد صديق پسرلی چې د تير ګل په شپه په هندوستان کې د ورپيښې ناروغۍ له امله ومړ، جنازه يې د چهارشنبې په ورځ د کابل په عيدګاه جومات کې ادا او د شهداي صالحين په هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.

د ارواښاد جنازه کې په سلګونو تنو ادبي، علمي او سياسي شخصيتونو ګډون کړی و چې د مشال راډيو همکار له ځينې وتليو ليکوالو سره د ارواښاد په ژوند او فن خبرې کړي او دغه ريپوټ يې راليږلی دی.


ارواښاد استاد محمد صديق پسرلی چې د تيرو پينځه شپيتو کلونو راهيسې يې د پښتو ادب د ښيرازې لپاره شپه او ورځ په ځان يوه کړې وه، د جنورۍ د ديارلسمې نيټې په شپه د پينځه اتيا کلونو په عمر ومړ چې جنازه يې د جنورۍ په پينځه لسمه نيټه د کابل په عيدګاه جومات کې ادا شوه. د ارواښاد په جنازه کې په سلګونو تنو ادبي علمي او سياسي شخصيتونو ګډون کړی و چې يو هم په کې ډاکټر اشرف غني احمدزی و. نوموړی له حمزه بابا نه وروسته د استاد پسرلي غزل بې ساری وګاڼه.


(( د استاد سياسي تقوا او ادبي تقوا په معاصر تاريخ کې بې ساری دی.يوازې الفت صيب ده ته ورته و، ځکه چې ده هغه تقوا درلودله، چې هيڅ وخت ادبي معيارونه نه قطع کول. پس له حمزه بابا نه د پسرلي صيب غزل بې ساری دی.))

د افغانستان د راډيو ټلويزيون ريس زرين انځور وايي، استاد پسرلي د مقاومت ادبياتو ته هنري رنګ ورکړی و.

(( په پيښور کې د هجرت په چاپيريال کې د ادبياتو د ودې لپاره، د دې په څنګ کې چې د مقاومت ادبياتو ته بلکې د مقاومت ادبياتو ته د يوه هنري رنګ ورکولو لپاره يې ډير زيات اساسي نقش تر سره کړو، ډير شمير ځوانان به په پسرلي صيب باندې راټول وو، د کلتوري ټولنې او د سپيدې مجلې په پاڼو کې هغه اثار چې خپريدل، واقعاْ نن تاريخي ادبي ارزښت لري.))

استاد محمد اصف صميم وايي چې استاد پسرلی په هنري برخه کې داسې يوې چينې ته ورته دی چې څومره هم راوسپړل شي، هومره به يې هنر روڼوالی پيدا کوي.

(( استاد يو باب پرانيسته له هغو ځوانانو لپاره چې د لوري له نشت سره مخامخ دي، د موضوع له نشت سره مخامخ دي، د ادبي ژانرونو د تحليل له فقر سره مخ دي، هغوی به پس له دې دا باب ډير په اسانۍ داسې پرانيزي چې څومره يې راسپړي دا چينه به خوټکيږي او رڼيږي به.))

استاد محمد اسماعيل يون وايي چې د استاد پسرلي هنري پنځونې د لارښود اثارو په توګه ارزښت لري او تر هغې چې پښتون قام ژوندي وي، د ده له اثارو به ګټه پورته کوي.

(( ډير لوی شاعر او ليکوال په دې و چې د شعاريت په وخت کې هم ده خپله لاره وساتله. هم د ځوانانو لپاره او هم د ادب لپاره په مجموع کې دا يو داسې مخکښه څېره وه چې هم په ژوند کې او هم له ژونده وروسته د ده اثار چې دي هغه د لارښود اثارو ارزښت لري څو چې دا قام ژوندی وي د ده له اثاره به د لذت بخښونکو اثارو په توګه اخلي او هم به د لارښودو اثارو په توګه.))

استادمحمد صديق پسرلي د خپل پينځه اتياکلن ژوند په اوږده پينځه شپيته کاله پښتو ژبه کې شاعري او ليکوالي وکړه چې بيلابيل هنري اثار يې وپنځول او ټولې ته يې وړاندې کړل.

ارواښاد د پسته اور، د نی کوڅه، ماته شپيلۍ، د وريښمو ګيډۍ، د لمر کجاوه، زهره، او غزل بڼ په نومونو د شاعرۍ ټولګې خپرې کړي، د رابدرنات ټيګور کتانجلي يې په نظم ژباړلې، د کوچی ملا او بخملي صحرا په نومونو يې ناولونه خپاره کړي، داسې هم وو او سره غالۍ په نومونو يې د افسانو کتابونه خپاره کړي، د ليوني باد په نوم يې د طنزونو ټولګه چاپ شوې او د نن، پرون او سبا په نوم يې په څلور سوه پينځوس بيتونو کې يوه قصيده خپره کړې او يو شمير ناچاپ اثار ترې هم پاتې شول.
XS
SM
MD
LG