د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپينې ماڼۍ د ايران د ولسمشر وروستۍ څرګندونې رد کړې


سپينې ماڼۍ د ايران د ولسمشر حسن روحاني هغه څرګندونې رد کړې، چې ويلي يې وو، پر اټمي مساله په جنيوا کې د نومبر مياشتې لنډمهاله موافقه د تهران لپاره يوه بريا ده.


روحاني چې په لوېديځ ولايت خوزستان کې پرون د سېشنبې پر ورځ خبرې کولې؛ وويل چې، دغه لنډمهاله موافقه دا معنى لري چې ستر قدرتونه ايران ته ”تسليم“ شوي دي.

خو د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني وويل؛ دا موږ ته د حيرانتيا وړ نه ده، چې ايرانيان دې دغه موافقه خپلو خلکو ته په دې شکل توضېح کړي. ده وويل دا مهمه نه ده چې ايراني مشران څه وايي، مهمه دا ده چې دوى څه کوي:

”موږ همدا توقع درلوده چې د ايران مشران دغه موافقه خپلو کورنيو مخاطبانو ته په خاصه طريقه توضېح کړي؛ لکه څنګه چې دوى په نومبر کې دغه کار وکړ. هغه څه چې موږ او نړيوالې ټولنې ته مهم دي، دا دي چې ايراني مشران څه کوي او ايران څومره په موافقه کې خپل درج شوى تعهد ساتي.“

د شوې لنډمهالې موافقې پر اساس، ايران منلې، چې د يورانيمو د غني کولو چارې به محدودوي؛ په بدل کې به پر دغه هېواد د امريکا او متحدو هېوادونو بنديزنه نرمېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG