د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر: د توحید اسلام پر مورچه بمي چاودنه دوه تنه مړه


د توحید اسلام ډلې مشران
د توحید اسلام ډلې مشران
د خېبر اېجنسۍ یوه پولیټیکل چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته ویلي چې نن غرمه د خېبر لیرې پرتې سیمې په بازار ذخه خېلو کې د حکومت پلوه ډلې توحید الاسلام د یوې مورچې مخې ته بمی چاودنه شوې چې په نتیجه کې یې د یادې ډلې دوه کسان وژل شوي دي.

د دغې پیښې پړه تر دې دمه چا پر خپله غاړه نه ده اخیستې.

یاده دې وي چې په بازار ذخه خیلو کې د توحید الاسلام ډله له تېرې څه مودې راهیسې د حکومت په ملاتړ د وسلوالو پر وړاندې مقاومت کوي او د سیمې د امنیت ذمه واري ورته سپارل شوې ده. او هلته بیا بیا داسې پیښې رامنځه ته کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG