د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو اکمالاتي ګاډو پر مخ احتجاج دوام لري، خو ډرایوران شکایت


په پېښور رینګ روډ ولاړ د یو ګاړي ډراییور محمدي ګل مشال ریډیو ته وویل چې د دې احتجاجي ناستې له وجې د دوی په کاروبار ډیر بد اغیز پریوتی دی.

پېښور : د پاکستان تحریک انصاف د میډیا سیل نه د خپور شوی یو بیان ترمخه په پېښور حیات آباد ټول پلازه له تیرو دوه پنځوس ورځو راهیسې د ناټو ګاړو د راایسارولو لپاره احتجاجی ناسته دوام لري خو په پاکستان کې د امریکا سفیر ریچرډ اولسن د پېښور د تازه دورې پرمهال ویلي دي چې د دې احتجاجي ناستې له وجې په افغانستان کې پر امریکايي او نورو ځواکونو څه اغیز نه دی پریوتی خو د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو د ټرکونو او ټرالرو ډراییوران وايي چې د دې احتجاجي ناستې له وجې د دوی په کاروبار ډېر بد اغیز پریوتی دی-


په پېښور رینګ روډ ولاړ د یو ګاړي ډراییور محمدي ګل مشال ریډیو ته وویل چې د دې احتجاجي ناستې له وجې د دوی په کاروبار ډیر بد اغیز پریوتی دی.

"تر دې احتجاج وړاندې مزدوري سمه وه او د میاشتې قسط به یې هم پوره کولو او د ډرابیور او کلېنډر خرچه به یې هم پوره کوله خو اوس د ګاړي قسط هم نه پوره کېږي او د کور خرچه هم نه پوره کېږي، د ګاړي مې ۴۰۰۰۰ روپۍ میاشتنی قسط دی، کار روزګار نشته نو ګاړی مو په کارخانه کې مستري ته درولی دی"

ځینې ډرایوران دا شکایت هم کوي چې په پېښور ټول پلازه د پاکستان تحریک انصاف ناتجربه کار او کم عمره کارکنان له دوی سره ناروا سلوک هم کوي او د دوی تش ګاړي هم را ایساروي-

یوه ډرایور نیک محمد مشال ریډیو ته وویل:

"هغه بله ورځ مې تش ګاړی د کارخانو په لور روان کړی وو خو د عمران خان د ګوند کسانو ودرولم، ما ورته وویل چې تش کنټینر دی او کارخانو ته د مال اچولو لپاره ځو، خو هغوی ونه منله او تر پنځلسو دقیقو یې را ایسار کړی وم او د کنټېنر دروازې مې ورته پرانستلې چې وګورئ هېڅ پکې هم نه شته"

خو په پېښور حیات آباد ټول پلازه د پاکستان تحریک انصاف یو کارکن مشال ریډیو ته وویل چې د دوی د احتجاج مقصد پر امریکا فشار راوستل دی چې ډرون بریدونه ودروي.

"تر کومی چې امریکا زموږ غوښتنه نه وي منلې یانې چې ډرون بریدونه یې نه وي درولي تر هغو به یې احتجاجی ناسته دوام لري، زموږ بنیاديی ایجنډا ډرون بریدونه ودرول دي نور مو له امریکا سره هېڅ ذاتیات نشته او نه مو ورسره څه دښمني شته بلکې له امریکا سره مو ګټې دي."

خو د امریکا سفیر ریچرډ اولسن پېښور ته د خپلې وروستۍ دورې پرمهال ویلی دي چې د دي احتجاج له وجې پر دوی هېڅ اغیز نه دی پریوتی او په افغانستان کې د اکمالاتو وړلو لپاره ګڼې نورې لارې هم لري:

"له امریکا سره افغانستان ته د مالونو وړلو او له افغانستانه د سامانونو ویستلو لپاره ډیرې لارې شته دي، او د لارې د دې بندیز له وجې زموږ عملیات په هېڅ ډول نه دي متاثره شوي"

د یادونی وړ ده چې په ډرون برید کې د طالبانو د مشر حکېم الله مسود له وژلو پس پاکستان تحریک انصاف په پښتونخوا کې د ناټو لپاره پر مال وړونکو ګاړو خپله لاره وتړله چې له وجې یې د ډرایورانو او ټرانسپورټرانو په کاروبار ډېر بد اغیز پریوتی دی.
XS
SM
MD
LG