د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: پولیسو څو تنه د قتل په تور نیولي دي


د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې درې کسان يې د قتل او د خلکو د ځورونې په تور نیولي دي، همدارنګه په بیلابیلو عملیاتو کې يې یو شمېر وسلې، چاودیدونکي توکي او مهمات هم د پولیسو لاس ته لویدلي دي.

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې درې کسان يې د قتل او د خلکو د ځورونې په تور نیولي دي، همدارنګه په بیلابیلو عملیاتو کې يې یو شمېر وسلې، چاودیدونکي توکي او مهمات هم د پولیسو لاس ته لویدلي دي.


خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت د سه شنبه ورځې ناوخته مشال راډیو ته وویل، چې هغه دوتنه کسان يې نیولي، چې د سه شنبې په شپه يې یو تن مولوي په خپل کور کې وژلی وو.

همدرانګه د دوی له خوا هغه کس هم نیول شوی، چې پخوا يې په پولیسو کې دنده درلوده او اوسمهال د خلکو په ځورونو، د عامه نظم په اخلال او غلاوو تورن وو او له یوې مودې راهیسې يې پولیس د نیولو په لټه کې وو:

((دوه کسه قاتلین، چې پرون شپه يې مولوي صیب نورکریم په شهادت رسولی وو، څلور کسان وو، چې د هغه په کور يې تعرض کړی وو او دوه تنه د کورنۍ د غړو له خوا د کور په دننه کې وژل شوي ول خو دوه نور فرار کړی وو، پولیس د دوی په لټه کې وو، تاسو ولیدل چې دوی هم د پولیسو له خوا ونیول شول.بل کس چې زموږ پخوانی ساتنمن وو، په میرک مشهور دی، دغه کس د پولیسو د نامې نه په استفادې هر ورځ به يې خلک ځورول، موږ له ډېرو وختونو د ده په لټه کې وو، بالاخره دی مو نن دستګیر کړو، ده څو ورځې مخکې د محبس په مدیر باندې هم ډزونه کړي ول.))

خوست امنیه قوماندان وړاندې وايي، چې د خوست په بیلابیلو سیمو کې يې د عملیاتو او تلاشیو پرمهال یو شمېر وسلې، چاودیدونکي توکي او مهمات نیولي دي.


د هغه په وینا اوسمهال وسلوالو د افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی نو دوی ډیری وخت په ترور او بمي اېښودنو باندې لاس پورې کوي:

((ملي پولیس هر ورځ له یو نه تر شلو پورې ماینونه کشف او شنډوي، د ښمن خپل مورال له لاسه ورکړی دی، دوی دې مخامخ جګړې توان نه لري، دوی یوازې ترور، ماین اېښودنو نه کار اخلي، په نیول شویو توکیو کې تاسو وینئ، چې مختلف نوع ماینونه دي، د دهشکې مرمۍ دي، د بې پسلګد مرمۍ دي، د راکټ مرمۍ دي، لاسي بمونه دي او په دې کې پنځه ریموټ کنټرول ماینونه دي، چې هغه دی تاسو يې وینئ.))
د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې د افغان امنیتي کسانو له خوا هڅې ډېرې شوي، چې د ناامنیو او جنايي پېښو مخه ونیسي، خو بیا هم کله نا کله امنیتي پېښې، بمي چاودنې او نورې جنايي پېښې رامنځته کیږي.
XS
SM
MD
LG