د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د فوټبال یوه نړېواله جایزه وګټله


په افغانستان کې د فوټبال مینه وال او د دې رشتې پخواني لوبغاړي د عادلانه لوبې د جایزې په ګټلو خوښ دي او افغانستان یې اصلي حقدار بولي.

په افغانستان کې د فوټبال مینه وال او د دې رشتې پخواني لوبغاړي د عادلانه لوبې د جایزې په ګټلو خوښ دي او افغانستان یې اصلي حقدار بولي.


د فوټبال د نړېوال فدراسیون له خوا په ۲۰۱۳ کال کې د فوټبال غوره لوبغاړو او ټیمونو ته د جایزو د ورکړې مراسم پرون شپه په سویس کې وشول چې؛ افغانستان وکړای شول د ګواتیمالا او ازبکستان له هېوادونو مخکې شي او د عادلانه لوبې جایزه وګټي.

په لنډ وخت کې ډېر پرمختګ هغه څه دي چې نړېوال یې قانع کړي څو افغانستان د فوټبال په نړۍ کې د معتبرو جایزو د ګټلو مستحق وپيژندل شي.

په ۲۰۱۳ کال کې د فوټبال د عادلانه لوبې نړېواله جایزه د افغانستان، ازبکستان او ګواتیمالا د ټیمونو ترمنځ افغانستان ته ورکړل شوه.

دا جایزه د دوشنبې په شپه د سویس په زیوریخ کې د افغانستان فدراسیون ته ورکړل شوه.

په افغانستان کې د فوټبال مینه وال په لنډ وخت کې ډېر پرمختګ او د خلکو هڅونه هغه عوامل بولي چې افغانستان یې ددې نړیوالې جایزې تر ګټلو ورساو:

۱: ( زما نوم فضل سبحان دی. افغانستان ډېر پرمختګ وکړ د فوټبال په ټیم کې بلاخره زمونږ روزونکی هم ښه تکړه دی نو کیدای شي د پرمختګ یو عامل یې دا هم وي.)

۲: ( زما نوم حضرت الله دی د خوست اوسیدونکی یم. بالکل افغانستان یو په زړه پوری ټیم دی په ۲۰۱۳ کال کې یې ډېر پرمختګ وکړ او ورو ورو به نور هم مخته ځي.)

د فوټبال فدراسیون تخنیکي مسوول او د فوټبال پخوانی ملي لوبغاړی طاهر رووفي د خلکو د یووالي تر څنګ د فوټبال د نړیوال فدراسیون د معیارونو پوره کول د دې جایزې په ګټلو کې د افغانستان لپاره مهم ټکی بولي:

"د فیفا په وړاندې چې کوم تخنیکي معیارونه دي مسابقې خصوصا د پاکستان کوم مسابقه چې افغانستان کې وشوه. نور د فوټبال د پایه د وړو یا دولس کلونو شپږ فیسټیواله مونږ درلودل او بل مهمه عامل چې مونږ په ۲۰۱۳ کال کې د جنوبي اسیا قهرماني ترلاسه کړه. دا ټول هغه عوامل دي چې افغانستان وکړای شي د عادلانې جایزې کپ وګټي او دا زمونږ لپاره د افتخار ځای دی."

په ۲۰۱۳ کال کې د عادلانه لوبې جایزه د افغانستان په استازیتوب د بدني روزنې او د فوټبال فدارسیون رییس کرام الدین کریم ته وسپارل شوه.

ښاغلي کریم چې په دري ژبه یې خبرې کولې له ټولو مننه وکړه چې افغانستان یې ددې جایزې مستحق وپیژاند:

"موږ د فوټبال په وسیله وکړای شول خپلو خلکو او هیواد ته واقعي سوله او یووالی راوړو.

دا جایزه د فوټبالرانو،فوټبال مینه والو او د هغو سوله راوړونکو خلکو لپاره ده چې زمونږ جګړه ځپلي هیواد ته چې ډېرې ستونزې یې لیدلي خوښې ورپه برخه کړه او سوله یې راوسته.

فوټبال مونږ ته دا توانايي راکړه چې فیفا او تاسو په مونږ اعتبار وکړئ چې د عادلانې لوبې جایزه راکړئ. له تاسو ټولو مننه کوم."


د لسګونو نورو جایزو تر څنګ د فیفا مهمې جایزې په نارینه و کې د کال غوره لوبغاړی و چې پرتګالی کریستیانورونالدو انتخاب شو.

رونالدو په ۲۰۱۳ کال کې ریال مادرید او پرتګال ته ۶۹ ګولونه وهلي چې ویې کړای شول د ارجنتیني لیونل مسي او فرانسوي فرانک ریبري په موجودیت کې د سرو زرو توپ د دوهم ځل لپاره خپله کړي.

د ښځو په برخه کې جرمنۍ ګول ساتونکې نادین انګیریر د کال غوره فوټبالره انتخاب شوه.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون له خوا د ::بالون دې اور:: په نوم د ۲۰۱۳ کال د غوره فوټبالرانو او ټیمونو د پیژندلو او د جایزې مراسم د سویتزرلند په زیوریخ کې وشول چې د نړۍ د ۲۰۹ هیوادونو فدراسیونونو او استازو پکې برخه اخیستې وه.
XS
SM
MD
LG