د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي د وتلي شاعر او لیکوال محمد صدیق پسرلی پر مړینه خواشیني ښودلې


ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د معاصرو ادبیاتو د وتلي شاعر او پیاوړی لیکوال محمد صدیق پسرلی پر مړینه خواشیني ښودلې ده او د نوموړې کورنۍ، خواخوږو او افغان لیکوالو او شاعرانو ته یې تسلیت ویلی.

له ارګ څخه په یو خپاره شوې پیغام کې ولسمشر حامد کرزي ارواښاد پسرلي یو مبتکر شاعر بللی چې؛ خپل ټول عمر یې مطالعې او فرهنګي هڅو ته وقف کړی و.

ولسمشر حامد کرزي د جهاد په دوران کې د ارواښاد استاد پسرلي د هڅو ستاینه کړي او په خپل پیغام کې یې زیاته کړي:

”د سپیدې په نامه مجله یې چاپ کړه، د افغانستان د کلتوري ټولنې او ادبي بهیر په جوړولو کې یې د یو مخکښ مشر؛ فرهنګي شخصیت په حیث هڅه وکړه او ډیر منظوم او منثور آثار یې ولیکل چې، د افغاني فرهنګ په وده کې یې سهم ثابت دی.“

نومیالي افغان شاعر او لیکوال استاد محمد صدیق پسرلی د یکشنبې په ورځ د پنځه اتیا کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله د هندوستان په یو روغتون کې وفات شو.

ټاکل شوې ده چې، د نوموړي مړی ډېر زر هېواد ته انتقال او خاورو ته وسپارل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG