د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کونړ کې دولتي مرستې اړینو خلکو ته نه رسېږي"


دا یوازې دچپې درې اوسیدونکي نه دي چې د مرستو د وېش په اړه شکایت کوي بلکی له دې څو ورځې وړاندې د کونړ په ګاونډ نورستان کې هم خلک ورته شکایت کوي

دکونړ چپې درې اوسېدونکې وايي، دوی پوره څلور کاله د امنیت نشتوالي له امله ډول ډول ستونزې وګاللې اوس چې افغان حکومت دغه سیمه بیرته تر خپلې ولکې لاندې راوسته نو امنیت ښه شوی دی خو کوم مواد چې دغریبو او اړو خلکو په نوم چپې درې ته لیږلي هغه ټول زورواکو او ملکانو اخستي او غریب خلک ترې بې برخې دي.


دچپې درې یو تن اوسیدونکي عنایت الله مشال راډیو ته وویل:

''والي صیب چې کله راغلی وو او کوم مواد يې چپې درې ته راوړي ول،دا هغو غلو ته په لاس ورغلي چې اندازه یې نشته، دلته نه دمسکینانو حق معلوم دی او نه اړو خلکو ته وېشل شوي دي. څه مشرانو ووهل او څه هم هلته دولتي مسولینو. غوښتنه موداده چې باید مواد مستحقو خلکو ته ورسېږي او که داسې نه کیږي بیا باید حکومت هېڅ تکلیف ونکړي او مواد دې په مرکز کې وساتي"

دکونړ والي شجاع الملک جلاله مشال راډیو ته وویل په یو شمېر سیمو کي داسې کسان شته چې د یتیمانو، کونډو، رنډو او غریبو خلکو حقوق وخوري او دی هڅه کوي چې دچپې درې دمرسته شوو موادو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

"تاسو ولیدل چې موږ په چپه دره کی خلکو ته دقران کریم نسخې ورکړې دي او مقصد مو هم دا وو چې دوی غریبو او مظلومو کسانو ته خپل حق ورسوي. په کونړ او په نورو سیمو کې دغه ډول انسانان شته چې د مظلومو انسانانو حقوق وخوري. زه هڅه کوم چې له سیمې معلومات ترلاسه کړم او چې راته څرګنده شي چې ایا په رښتیا هم دمستحقو کسانو حقوق خوړل شوي او کنه ؟))

دا یوازې دچپې درې اوسیدونکي نه دي چې د مرستو د وېش په اړه شکایت کوي بلکی له دې څو ورځې وړاندې د کونړ په ګاونډ نورستان کې هم خلکو د مرسته شوو موادو د ناسم وېش له امله دنورستان په چارواکو نیوکې کړې وې.

روح الله انوري کونړ
XS
SM
MD
LG