د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوداګرۍ پراختیا د قبایلي سیمو پر امن اغېز لرلای شي


په خوست کې یو شمېر سوداګرو او د مدني ټولنې فعالانو د پاکستان د مالیې وزارت، سوداګرو او دولتي بانک د هغې ګډې پریکړې هرکلۍ وکړ، چې افغانستان سره يې د غلام خان بندر له لارې د سوداګرۍ د زیاتیدو غوښتنه کړې ده.

په خوست کې یو شمېر سوداګرو او د مدني ټولنې فعالانو د پاکستان د مالیې وزارت، سوداګرو او دولتي بانک د هغې ګډې پریکړې هرکلۍ وکړ، چې افغانستان سره يې د غلام خان بندر له لارې د سوداګرۍ د زیاتیدو غوښتنه کړې ده.


د خوست یو شمېر سوداګرو، د ولایتي شورا غړیو او د مدني ټولنو فعالانو د پاکستان حکومت د مالیې وزارت، دولتي بانک او سوداګرۍ خونو د هغه ګډې وروستۍ غونډې د پریکړې هرکلۍ وکړ، چې په کې ویل شوي د غلام خان بندر له لارې باید د هغه هېواد صادرات او واردات ډېر شي.

دوی وویل، چې غلام خان بندر د افغانستان د نورو بندرونو په پرتله کراچۍ بندر ته تر ۴۰۰کیلومترو زیات نږدې دی او په لاره د سوداګرۍ په پرمختیا سره د پاکستان په قبایلي سیمو او د افغانستان د ګاونډیو سیمو په امنیت کې ښه والۍ راځي، همدارنګه په دې سره په قاچاقي لارو د مالونو لېږد رالېږد مخه نیول کیږي او له کبله يې دواړو هېوادونو ملي پانګې ته ګټه رسیږي، دوی په افغانستان کې د هغو کړیو پر ضد هم غږ پورته کړ، چې په بیلابیلو پلمو د یادې لارې د ترانزیټ مخه نیسي.

د خوست ولایتي شورا غړي داودشاه مکین زوی د یکشنبې په ورځ مشال راډیو سره په خبرو کې داسې وویل:

((دا چې د پاکستان ملي سوداګرو دا هوډ کړی دی، چې د غلام خان له لارې خپل مالونه افغانستان ته صادر کړي، دا د خوښۍ خبره ده، دوی باید چې څومره کولای شي، خپل ترانزیټي مالونه د خوست او غلام خان بندر له لارې وارد کړي، موږ ورسره موافق یو او که احیاناً بیا هم د ماليې او سوداګرۍ وزارتونو ځني کړۍ چې په دې اړه تعصبونه لري، بیا هم داسې عمل تکراروه، په اړه به يې د خوست ولسونه بې تفاوته پاتې نه شي.))

د اسلام اباد په غونډه کې د خیبر پښتونخوا ایالت د سوداګرۍ خونو رئیس زاهدالله شینواري ویلي ول، چې په غلام خان بندر له سمنټو سربیره باید د نورو توکیو سوداګري هم پراخه شي، په دې سره به د ځینو توکو د قاچاقو مخه هم ونیول شي.

په همدې اړه د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو کمیسیون رئیس سناتور عارف الله پښتون مشال راډیو ته وویل، چې پاکستان حکومت تصمیم لري، چې تر دې وروسته په قبایلي سیمو په ځانګړي ډول میرانشاه کې د سوداګرۍ د پراختوب له لارې د جګړو مخه ونیسي:

((د پاکستان نوی حکومت کوښښ کوي، چې په میرانشاه کې جنګ ورک کړي، د حل لاره به يې دا وي، چې په سیمه کې سوداګري پراخه شي، ځني سوداګرۍ منځته راشي او په پای کې جګړه د پولي په دواړو غاړو کې له منځه ولاړ شي، موږ دې سره موافق یو او طرحه داسې ده، چې باید دا سوداګري د منځنۍ اسیا هېوادونو ته پسې وغځیږي.

د افغانستان د ماليې محترم وزیر صیب هم د دې ټکي هرکلی کړی دی، خو زموږ مشکلات د سوداګرۍ خونو په مرکزي دفتر کې دي، نه غواړي، چې هم دا لاره دې ترانزیټي شي او دغه سوداګري دې پراختوب پیدا کړي.))


د خوست یو تن اوسیدونکی فیض الله غمخور وايي، چې زموږ خلک به د امنیت په ساتنه کې د قومي اربکیو په واسطه هم مرسته وکړي:

((د غلام خان بندر لکه څرنګه چې مالومه ده، د نورو ټولو بندرونو په پرتله کراچۍ بندر ته ۴۵۰ کیلومتره نږدې دی، دویم دا چې دا لاره په امنیتي لحاظ ځکه خوندي ده، چې دا سړک د ولایتونو په منځ کې تېر شوی دی، موږ کولای شو د سیمه ییزو اربکیو په واسطې سره هم دا لاره وساتو.د ټولو نه مهمه خبره دا ده، چې په وزیرستان کې بې امنیتي ده، که چیرې دا لاره ترانزیټ شي، نو د دې سیمې خلک په تجارت باندې بوخت شي او هلته به اوسنۍ بې امنیتي او هغه مشکل چې افغانستان ته له دې لارې پېښ دی له منځه ولاړ شي.))

ملي سوداګر الحاج انعام رحماني وايي که چیرې په خوست کې د غلام خان بندر له لارې سوداګري وده وکړي، نو په ډېرې اسانۍ به د افغانستان ډېرو سیمو ته له دې ځایه مالونه لېږدول کیږي:

((که چیرې زموږ لاره عملي ترانزیټ شي، نه یوازې د خوست او پکتیا سوداګرو ته بلکې د ټول افغانستان سوداګرو ته د دې لارې فایده رسیږي، نو زموږ په لاره مالونه ارزان پریوځي او د ټولو نه ښه امنیت په خوست کې دی، موږ تجاران د پاکستان او شمالي وزیرستان د تجارانو سره ښې اړیکې لرو، په مناسب وخت کې ناستې پاستې کوو، د موږ له پاره هېڅ نوعه تکلیف او تشویش نشته، موږ کولای شو، په ډېرې اسانۍ سره خپل مالونه انتقال کړو، نه یوازې خوست ته بلکې ټول افغانستان خپل مالونه ورکړو.))

د یادونې وړ ده د خوست اوسیدونکو په تېره یوه لسیزه کې په پرله پسې توګه د افغاني چارواکیو څخه د غلام خان بندر د ترانزیټ غوښتنه کړې، خو دا لومړی ځل دی چې دا غږ ورسره پاکستاني سوداګر هم غبرګوي.
XS
SM
MD
LG