د لاسرسي ځای

تازه خبر

که طالبان مو د خبرو وړاندیز ومني هرکلی يې کوو. چودري نثار


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ویلي دي چې د طالبان له ځنو ډلو سره یې خبري روانې دي .


نوموړي پرون د اتوار پر ورځ په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې له طالبانو سره خبري د پاکستان په لومړیتوبونو کې دي او هېله ده چې د دغو مذاکراتو به ګټه ورې نتیجې مخې ته راشي.

چودري زیاته کړه، هغه طالبان چې د دوی د خبرو وړاندیز ومني ، ورته به هرکلی ووایي او هغه وسله والې ډلې چې د مذاکراتو وړاندیز رد کړي ، د هغوی پر ضد به کاروایي کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG