د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګله: د امیرمقام پر موټر چاودنو لږ تر لږه پنځه تنه وژلي دي


د شانګلې د بازار یو سړک
د شانګلې د بازار یو سړک
سوات / پېښور: د خیبر پښتونخوا په شانګله ضلع کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) ډلې پر مخکښ امیر مقام پرلپسې دوې چاودنې شوي دي چې د لږ تر لږه پنځه تنه په کې وژل شوي دي.

د شانګلې د پولیسو مشر ګلزار علي مشال راډیو ته وویل چې د امیر مقام پر موټر په چاودنو کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي چې درې پکې د پولیسو عسکر ، یو د هغه د موټر چلوونکی او بل یې شخصي منشي (سیکرټري) شامل دی.

ګلزار علي وویل چې امیر مقام او له هغه سره ملګری د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي فضل الله دواړو ته څه زیان نه دی رسېدلی دی.

امیر مقام تر پېښه وروسته رسنیو ته ویلي چې دوی د شانګلې په مارتونګ نومي سیمه کې د دوو ډلو ترمنځ د روغې جوړې له یوې غونډې وروسته د پورن په نامه بلې سیمې ته روان وو چې پرلپسې دوې چاودنې ورباندې وشوې.

د یادونې وړ ده چې امیرمقام د مسلم لیګ (ن) ډلې یو مخکښ او له شانګلې د پاکستان د قومي اسبملۍ غړی دی. امیرمقام په سیاسي چارو کې د پاکستاني وزیراعظم نواز شریف سلاکار هم دی.

په مسلم لیګ (ن) کې تر ګډون وړاندې امیرمقام د پخواني واکمن په دوره کې د هغه او پاکستان مسلم لیګ (ق) ملګری وو.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:32 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG