د لاسرسي ځای

په یوکراین کې د اپوزېشن مشر پر حکومتي غړو د بندیزونو غوښتنه کړې ده


د یوکراین مخالف مشر ویتالی کلیتیشکو په اروپايې مشرانو غږ کړی، د ولسمشر ویکټر یانو کویچ په حکومتي غړو دې بندیزونه ولګوي.

پخواني باکسر او مخالف مشر کلیتیشکو دغه غوښتنه د تیرې جمعې د ورځي د یوکراین په مرکز کیف کې د مظاهرچیانو او پولیسو ترمنځ د بلوو وروستو کړي ده.

په دغه مظاهرو کې څه نا څه لس کسان ژوبل شوي وو، چې پکې د یوکراین پخوانی د داخلي چارو وزیر یوري لوتسینکو هم شامل دی.

د تشدد دغه پیښې له هغې وروستو مخې ته راغلې، چې د کیف یو عدالت هغه دریو کسانو ته د شپږو کالو د قید سزا واوروله، کومو چې په په ۲۰۱۱ م کال کې د لینن د یوې مجسمې د الوزولو یو مبینه پلان جوړ کړی وو.

د داخله چارو وزیر وایي په دغه تشدد کې ۲۰ چارواکي هم ژوبل شوې دي. د تیر خالي په ورځ څه نا څو سلو کسانو په موټرو کې یوه مظاهره هم وکړه.
XS
SM
MD
LG