د لاسرسي ځای

تازه خبر

'که امنیتي تړون ژر لاسلیک نه شي له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسو'


امریکایي چارواکو یو ځل بیا ویلي؛ که افغان حکومت له واشنګټن سره امنیتي تړون ډير ژرلاسلیک نه کړي؛ نو له دې هېواد څخه به خپل ټول عسکر وباسي.


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې "جین ساکي" د جمعې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:

"زموږ دریځ هماغه دی، که چېرې دوه اړخیز امینتي تړون ډير ژر لاسلیک نه شي؛ نو له ۲۰۱۴م کال وروسته وخت کې به له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو پلانونه جوړ کړو او هغه مهال به هیڅ امریکایي او ناټو عسکر په افغانستان کې پاته نشي.

موږ پوهېږو چې دا په ولسمشر کرزي پورې اړه لري چې پرېکړه وکړي، کوم شی د افغانستان په ګټه دی. موږ له ولسمشر کرزي او د هغه له ټیم سره خپل کار ته دوام ورکوو او هغوی د دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک ته هڅوو."

د ناټو نورو غړیو هېوادونو هم ویلي؛ که چېرې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نه شي؛ دوی به په افغانستان کې د خپلو عسکرو او مالي لګښتونو لپاره د خپلو حکومتونو ملاتړ له لاسه ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG