د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فراه - هرات پر لویې لار د مسافروړونکي موټر اته تنه سپرلۍ تښتول شوي


افغان امنیتي چارواکي وایي، نن سهار د فراه - هرات پر لویې لار د یوه مسافروړونکي موټر اته تنه سپرلۍ تښتول شوي دي.


د فراه ولایت د بالابلوک ولسوال سید محمد مشال راډیو ته وویل چې تښتوونکي ناپیژندل شوي کسان دي؛ خو وایي، د تښتول شویو د موندنې هڅې یې پیل کړي دي.

په یوه بل خبر کې راغلي چې د کندز پولیسو د جعل کارانو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني مشال راډیو ته وویل چې دغې ډلې په کابل کې له یو شمېر دکاندارانو څخه په چل په دې پلمه ځیني مواد غلا کړي چې؛ ګواکې دوی یې د معارف وزارت ته وړي.

بلخوا ښاغلی حسیني وایي، پولیسو یو کس د خپلې څوارلس کلنې لور د وژلو په تور نیولی دی.

دغه کس تېره اونۍ خپله لور په مرمۍ ووژله خو د پیښي علت تر اوسه څرګند نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG