د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر: له زده کوونکو څخه د دوهم ځل لپاره د کانکور آزموینه واخستل شوه


د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وایي؛ د لوګر ولایت له زده کوونکو څخه د دوهم ځل لپاره د کانکور آزموینه واخستل شوه.


د لوګر د پوهنې ریاست څخه په یوه راغلې اعلامیه کې ویل شوي چې؛ آزموینه له ۳۶۳۹ زده کوونکو څخه واخستل شوه چې؛ ۲۹۵ یې نجوني دي.

دغه آزموینه په درېیو محلونو کې واخستل شوه؛ خو ګډون کوونکي وایي، چې دغه محلونه د لوړو زده کړو وزارت او نورو څارونکو له لوري په بشپړه توګه څارل کېدل.

د دغه ولایت له زده کوونکو څخه لومړی ځل شاوخوا شل ورځې وړاندې د کانکور آزموینه اخستل شوې وه؛ خو د هغې آزموینې پاڼې د فساد د موجودیت له کبله باطلې اعلان شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG