د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ:د چودري اسلم ځانمرګې برید کوونکې پېژندل شوی


د کراچۍ پولیس وایي پر وژل شوي پولیس افسر چودري اسلم ځانمرګی برید کوونکې پیژندل شوی دی. د اورنګي ټاون پولیس مشر چودري اسد نن سهار مشال رېډیو ته وويل چې دوی د نادرا په مرسته معلومه کړي چې برید کوونکې نعیم الله نومیده او د کراچۍ د قصبه کالونۍ استوګن وو او د يوې مدرسې زده کوونکی وو.


د پنجشنبې په ورځ د کراچۍ په عیسا نګري کې د کراچۍ د سي ایي ډي پولیسو لوړ پوړی چارواکي چودري اسلم د برید په ترڅ کې ووژل شو چې تېره ورځ خاورو ته وسپارل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG