د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:د غني خان د سلمې کليزې په وياړ انځوريز نندارتون


د پښتو ژبې د فلسفي شاعر، مفکر او انځورګر غني خان د زوکړې سلمه کليزه په جلال اباد کې د يوه نندارتون په بڼه ونمانځل شوه.

د پښتو ژبې د فلسفي شاعر، مفکر او انځورګر غني خان د زوکړې سلمه کليزه په جلال اباد کې د يوه نندارتون په بڼه ونمانځل شوه.


دغه نندارتون چې د ننګرهار د قومونو او قبايلو چارو رياست په انګړ کې د جنورۍ په لسمه نيټه تر سره شو، د تحريک عمل ادارې يې تابيا نيولې وه چې د بيلا بيلوانځورګرانو په ګوتو جوړ د خان عبدالغني خان انځورونه په کې نندارې ته ايښودل شوي ول.

حمدالله ارباب هم يو له هغو څخه و چې د غني خان انځورونه يې په خپلو ګوتو جوړ کړی ول، نوموړی وايي چې د نندارتون له جوړيدو يې مقصد دا دی چې د غني خان له افکارو سره پښتانه ځوانان اشنا کړي.


((د غني خان بابا د پيدايښت سل کاله پوره کيږي په ۲۰۱۴ کې او لر بر پښتانه په دې کوشش کې دي چې د نندارتونونو له لارې، د مشاعرو له لارې او کنفراسونو له لارې د غني خان چې کوم فکر و هغه پښتنو ته ورسوي، هغه په هاغه وخت کې د پښتنو لپاره څه غوښتل، د امن په حواله، د تعليم په حواله او د پرمختګ په حواله. لکه په چارسده کې، پيښور کې او په کوټه کې دغه پيل شوی دی او په جلال اباد کې موږ د ډاکټر صيب ځلاند او نورو ملګرو سره په ګډه د تحريک عمل په نماينده ګۍ دغه نندارتون شروع کړو چې دا به انشا الله کابل ته ځي او نور ورته پروګرامونه به کيږي.))


د ننګرهار مرستيال محمد حنيف ګرديوال چې له نندارتون څخه يې ليدنه وکړه وويل چې دغه شان نندارتونه او مشاعرې کولای شي چې زموږ د لوړو شخصيتونو افکار خلکو ته ورسوي.

(( موږ هم په همدې هيله يو چې په راتلونکي کې همدغه شان نندارتونونه او مشاعرې او دا څه وي چې د دغه شان اشخاصو پيژندګلوي زموږ راتلونکي نسل ته وشي او هغوی وپيژني او د هغوی هغه فلسفه ، فکر او کومه لاره چې ده هغه زموږ په ټولو خلکو کې عام شي.))

د دغه نندارتون د نندارې لپاره له کابل څخه هم يو شمير فرهنګيان او د افغانستان د ملي غورځنګ يو شمير غړي هم راغلي ول.


ليکوال او شاعر عصمت قانع وايي چې غني خان له خپل وخت نه مخکې پيدا و ځکه خو يې پښتانه په قدر پوه نه شول.

(( خان عبدالغني خان يو داسې هنرمند و چې د پښتنو د ژوند هغه تاريکو زاوييو ته يې په ډير دقيق او ډير ځير نظر کتلي دي. دی د هند په نيمه وچه کې د سياست، کلتور او يا د پښتنو د بيدارتوب له هغو پټو رازونو څخه خبر و. د نوي شعور په رڼا کې د نوي لمر په رڼا کې چې په اروپا کې راختلی و، ده ډيره زياته هڅه وکړه چې خپل خيالات د رسامۍ د شعر له لارې او له نورو زاوييو څخه وړاندې کړي خو بد بختانه غني خان له خپل وخت نه ډير مخکې پيدا شوی و.))


د افغانستان ملي غورځنګ مشر ډاکټر فيض محمد ځلاند د ادبياتو په محصلينو غږ وکړ چې د ماسټرۍ تيزسونه د رسانس لپاره منوګرافونه په غني خان وليکي.

(( غنی بابا باندې په اروپا کې خلک پي ايچ ډي ډګريانې کوي. متاسفانه په ننګرهار کې پوهنتون لرو، په کابل کې پوهنتون لرو، خو ډير کم داسې محصلين به وي چې هغوی کيدای شي د ده د ژوند په يوه برخه باندې کومه مقاله ليکلي وي، مګر هيچا پرې د ماسټرۍ لپاره تيزس ونه ليکه، د رسانس لپاره يې پرې منوګرافونه ونه ليکل شول، موږ هيله کوو د ننګرهار پوهنتون له استادانو او نورو دوستانو څخه چې محصلينو سره تماس لري، هغوی مجبوره کړي چې د غني بابا د مبارزي ډول او نوعيت باندې منوګرافونه وليکي.))


د ختيځ ادبي بهير د بورډ مشر انجينر ستانه مير زهير وايي چې غني خان د خپلې ټولنې بدبختۍ او نيمګړتياوې په خپل شعر کې راسپړلي او د ټولنې په وړاندې يې ايښي دي.

(( حضرت غني بابا له خوشحال خټک نه وروسته يوازينی پښتون شاعر دی چې ډير څه يې داسې ويلي دي چې کيدای شي ډير خلک يې له ويرې د بړستنې لاندې هم ونه لولي، ده د خپلې ټولنې ډيرې مهمې نيمګړتيا را اخيستي او په شعر کې يې خپل ولس ته وړاندې کړي دي.))


ډاکټر کمال سادات وايي چې که پښتانه د غني خان په پل قدم کيږدي، نو ډيرو بدبخيتو ته به يې د پای ټکی ايښی وي.

(( له ټولو پښتنو نه مو هيله دا ده د لر او بر پښتنو نه چې د غني بابا پر قدم قدم کيږدي، اوس چې دغه بې اتفاقۍ او ناحوالې چې د پښتون په کور کې رواني دي، د غني بابا دغه لار خپله کړي تر څو دا وژنې، دغه بريدونه، دغه دربدرۍ دا بې تعليمۍ او دا بيځايه خپګانونه، که چيرې پښتانه مشران او موږ تاسو د ده پر قدم قدم کيږدو، دې هر څه ته به مو خاتمه ورکړي وي.))


د يادولو ده چې تر دې وړاندې په چارصده، او پيښور کې هم د غني خان د زوکړې د سلمې کليزې په وياړ غونډې جوړې شوي او د افغانستان دولت، مدني او فرهنګي ټولنې په پام کې لري چې په ننګرهار او کابل کې د غني خان په ياد سيمينارونه او درنې غونډې جوړې کړي.
XS
SM
MD
LG