د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزی: میندې او پلرونه دې خپل ماشومان ګدايي ته نه مجبوري


ښاغلي کرزي په خپله رادیویي وینا کې د میندو یا پلرونو له خوا ماشومانو ته د تاریاکو ورکول، د ماشوم او ټولنې په زیان وبلل او خبرداری یي ورکړ چې د دې کار مخه دې ونیول شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هېواد پرهغو ماشومانو اندیښنه وښوده چې میندې، پلرونه یا نورخلک یي سوال کولو او ګدایي ته مجبوروي او ګټه ترې اخلي.


ښاغلي کرزي په خپله رادیویي وینا کې د میندو یا پلرونو له خوا ماشومانو ته د تاریاکو ورکول، د ماشوم او ټولنې په زیان وبلل او خبرداری یي ورکړ چې د دې کار مخه دې ونیول شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د دې کارعاملینو او حرفه سوالګرو ته د قانون په چوکاټ کې د جزا وضاحت نه لیدل کېږي، خو اصلاح کولو ته یي پروګرامونه ترتیب شوي.

د افغانستان جمهور ريیس حامد کرزی، له ماشومانو څخه د ګدایي لپاره ګټه اخیستنه د اسلام له اصولو خلاف وګڼله او دا کار یي په کلکه سره وغانده.

ښاغلي کرزي په رادیویي وینا کې وویل، سوال کولو ته د ماشومانو مجبورول د هغوي په حق کې ظلم دی.

ښاغلي کرزي د دې ماشومانو له میندو او پلرونو څخه وغوښتل چې په دې کار دې د خپل ماشوم راتلونکي شخصیت او ټولنې ته زیان نه رسوي.

کرزي د سوال کولو پرمهال ماشومانو د تاریاکو ورکول هم غیر قانوني عمل وګاڼه:

"هغه افراد چې د سوال د څو پیسو لپاره له خپل بچې او په نهایت کې د دې خاورې د بچېانو د ښوونځې او درس پرځای د مخدرو مواد په بلا او ګدایي اخته کوي، شخصیت یې ور وژني او ژوند ور بربادوي.

دا عمل ظلم دی،د دین خلاف عمل دی، د دې ډول کوچېانو له والدینو جدي غوښتنه کوم چې د خپلو کوچنیانو استعداد او روحي قوت دې په ګدايي او اعتیاد نه وژني، د مسئولو مقاماتو او رسنیو د ګزارشونو له مخې دا کار اوس زیات حرفه یي سوالګر کوي."


ولسمشر د ده په وینا کې د مرستو رسولو له ټولو ادارو او بډایو خلکو وغوښتل چې، د دې ستونزې مخنیوي ته دې عملي هڅې وکړي.

په وروستیو کلونو کې په کابل او د هېواد په نورو لویو ښارونو کې د دې ډول ماشومانو شمېر مخ په زیاتیدو او په یوې لویي ستونزې اوښتی دی.

په دې ښارونو کې لیدل کېږي چې، ځیني میندې او پلرونه د دې لپاره چې د نورو خلکو ورته پام شي، زړه پرې وسوځي او پیسې ورکړی، خپل ماشومان د لارو او سړکونو پرڅنډو اچوي.

دې وضعیت د کورنیو او بهرنیو موسسو اندیښنې زیاتې کړي دي.

له دې مخکې د ولسمشر د یوه فرمان له مخې یو کمیسیون ګمارل شوی و چې، د ښارونو څخه دې سوالګر راټول او له پیژند ګلوی وروسته دې ورسره مرستې وشي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د دې کار لپاره کافي بودجه نه لري او په حرفه یي سوالګرو په قانون کې هم کوم ذکر نه دی راغلی.

د دې وزارت ویاند علي افتخاري ازادۍ رادیو ته وویل:

"په وروستیو کلونو مو په مجموع کې شاوخوا څلور زره او درې سوه سوالګر د کابل له ښاره ټول کړل.په دوي کې درې زره او اته سوه داسې سوالګر و، چې بیابیا یي په سوال کولو لاس پورې کړی دی.له یوې خوا د دې ستونزې لېرې کولو ته کافي بودجه نشته او د حرفه سوالګر لپاره په قانون کې کومه جزا هم نه ده ذکر شوې، د همدې له امله دا ستونزه تراوسه په بشپړه توګه حل شوې نه ده."

د دې وزارت چارواکي دا هم وایي، سربیره پر دې یي د ستونزې کمولو ته یو لړعملي پروګرامونه تنظیم کړي دي، چې له بې وزلو کورنیو سره د مرستو د صندق جوړول او دې ډول ماشومانو د یو شمېر روزنتونونو فعالول دي.

خو خلک وایي، په هېواد کې د خلکو اقتصادي کمزوري ته په کتو سره، د حکومت روانې هڅې او پروګرامونه کافي نه دي.
XS
SM
MD
LG