د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې یوسفزۍ د هنګو اعتزاز او د هلمند سپوږمۍ ته د مرستو اعلان وکړ


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ
پراګ: د تعليم لپاره مبارزه کوونکې ملالي يوسفزۍ د خيبر پښتونخوا د هنګو د ضلعې هغه ماشوم کورنۍ ته د پنځه لکه روپيو ورکولو اعلان کړی دی چې د يو ځانمرګي بريد د مخنوي په هڅه کې ووژل شو.

پوليس وايې، د زيارت په ورځ اعتزاز حسن يو سکول ته ننوتونکی ځانمرګی ونیوی چې پر دې مهال چاودنه وشوه او دی ووژل شو.

ملالي يوسفزی نن په جاري شوي يوه بيان کې د اعتزاز حسن له کورنۍ سره غمرازي کړې ده او ويلي یې دي چې دا د نوموړي په جرات وياړي.

ملالې یوسفزۍ له حکومته غوښتي چېد وژل شوي اعتزازحسن لپاره دي يو ايوارډ يا جائزه اعلان کړي.

د ملالې یوسفزۍ له خوا په خپاره شوي بیان کې له افغان حکومت او ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتنه شوې چې د هلمند د هغې لس کلني سپوږمۍ ژوند دي خوندي کړي چې خپل ورور ورته ځانمرګی واسکټ اغوستی وو خو بیا له چاوديدو وژغورل شوه.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وویل چې پوليسو د يکشنبې په ورځ د هلمند په جانشين ولسوالۍ کې سپوږمۍ ونيول. سپوږمۍ پولیسو ته ویلي ول چې ورور يې په زور دې ته د بريد لپاره د بارودو ډک واسکټ ور اغوستلو هڅه کوله.

ملالې يوسفزۍ اعلان کړی دی چې دا د سپوږمۍ د تعليم ترلاسه کولو او د يوه خوندي ژوند تيرولو لپاره هر ډول مالي او اخلاقي مرستو ورکولو لپاره تياره ده.

ملاله یوسفزۍ د نجونو د تعلیم او نورو حقونو لپاره د مبارزې له کبله وسله والو طالبانو د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر پر نهمه نېټه د خیبر پښتونخوا په سوات کې په ډزو ویشتلې وه چې بیا د علاج لپاره بریتانیا ته یوړول شوه.
XS
SM
MD
LG