د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې لومړی تعلیم په مورنیو ژبو شو


د بلوچستان حکومتي کابینې پرېکړه کړې ده چې په پرایمري سکولونو کې به ماشومانو ته د هغوی په مورنیو ژبو کې سبق ښودل کېږي.

دا پرېکړه د کابینې په پرونۍ غونډه کې شوېده. په نوي نصاب کې به د نومیالیو او مخورو سیاستوالانو او شخصیتونو لکه خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي او میر غوث بخش بزنجو د ژوند او کار په اړه هم مالومات شامل وي.

د یادونې وړ ده چې د بلوچستان د حکومتي کابینې په پرونۍ غونډه کې بولان میډیکل کالج ته هم د پوهنتون درجه ورکړېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG