د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د وژلو شوي پولیس افسر او عسکرو جنازه نن کېږي


د کراچۍ په پرونۍ بمي چاودنه کې د وژل شوي پولیس افسر چودري اسلم او دوو نورو پولیس عسکرو جنازې نن مازیګر د پولیسو په مرکز کې کېږي.

چودري اسلم پرون ماښام د کراچۍ په عیسا نګرۍ نومي سیمه کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.

د چودري اسلم مېرمنې بېګا ناوخته رسنیو ته وویل چې خاوند یې له مودې راهیسې یې د ګواښونو او بریدونو پروا نه کوله.

کټ ـ مېرمن اسلم

پولیس وايي، په دې اړه پلټنې کوي چې پرونی برید یو بمي چاودنه وه او که ځانمرګی برید. وسله والو طالبانو پر چودري اسلم د برید پړه منلې ده.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د پوځ مشر راحیل شریف دواړو د چودري اسلم د وژل کېدو غندنه کړېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG