د لاسرسي ځای

تازه خبر

شامي ياغيانو له حلب څخه القاعده وشړل


په شام کې په داسي حال کې د حکومت مخالفه ياغيانو او له القاعده سره د تړاو لرونکو جنګياليو تر منځ نښتې رامنځ ته شوي چې د دې هيواد په اړه د سولې کانفرنس ته څه کم دوې اونۍ وخت پاتې دی. ياغيانو له حلب ښار څخه د القاعده ځايي ډله ايستلې او سيمه يې په خپل کنټرول کې اخيستې ده.

په شام کې په داسي حال کې د حکومت مخالفه ياغيانو او له القاعده سره د تړاو لرونکو جنګياليو تر منځ نښتې رامنځ ته شوي چې د دې هيواد په اړه د سولې کانفرنس ته څه کم دوې اونۍ وخت پاتې دی. ياغيانو له حلب ښار څخه د القاعده ځايي ډله ايستلې او سيمه يې په خپل کنټرول کې اخيستې ده.


ايسوشي اېټډ پرېس خبرې اژانس په يو راپور کې ليکي، د شام په شمال کې د پنج شنبې په ورځ له القاعده سره د تړلو جنګياليو او شامي ياغيانو تر منځ نښته رامنځ ته شوه. دا نښته تر هغه يوه ورځ وروسته رامنځ ته کيږي چې د القاعده ځايي ډله د ياغيانو لخوا له حلب ښار څخه وايستل شول.

په عين حال کې د شام لپاره د بشري حقونو د څار اداره وايي چې په منځنۍ صوبه حاما کې د يو موټر بم په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شول. د زيارت د ورځې دا تشدد تر هغه يوه اونۍ وروسته رامنځ ته شوی چې ياغيانو له القاعده سره د تړلې ځايي ډلې په ضد جګړه پیل کړل.

په شام کې د بشارالاسد د واکمن رژيم په ضد د درو کلونو راهيسې ياغيان جنګيږي او دوی په لومړي سر کې د القاعده جنګياليو ته هرکلی ويلي و خو د وخت په تېرېدو سره د القاعده دغه ډله د کرکې باعث وګرځېده ځکه دوی تر خپل واک په لاندې سيمو کې د بشري حقونو سرغړونې کولې. اوسنۍ نښتې له حلب څخه د چارشنبې په ورځ د القاعده د ځايي ډلې تر ايستلو وروسته رامنځ ته شوي دي.

پر دې ډلې تور دی چې يو شمېر بنديان يې وژلي چې مبارزه کوونکې، ياغيان او د خبريالانو په ګډون يو شمېر نور بهرنيان هم پکې شامل دي.

يوه ويډيو څرګندوي چې د حلب ښار په کوڅو کې خلک له دغه ځايه د القاعده د ځايي ډلې د ايستلو په خوشالۍ کې نارې وهي او د دغو جنګياليو د تور او سپين بېرغ پر ځای يې د شامي اپوزيشن زرغون، سپین، تور او سور رنګه بېرغونه په لاسونو کې اخيستي دي.

په شام کې د تشدد دا لړۍ په داسي وخت کې تر سره کيږي چې څه کم دوې اونۍ وروسته په سويټزرلېنډ کې د سولې کانفرنس په پلان کې نيول شوی دی.

د شام په روانه جګړه کې تر اوسه يو لک او دېرش زره کسان وژل شوي او په لکونو نور مجبوره شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG