د لاسرسي ځای

تازه خبر

دهوم -٣ د هند د فلمي صنعت په تاریخ کې ريکارډ جوړ کړ


په هند کې يوه نوي توليد شوي فلم (دهوم -٣) د دې هېواد د فلم په صنعت کې ريکارډ ټينګ کړ.

په هند کې يوه نوي توليد شوي فلم (دهوم -٣) د دې هېواد د فلم په صنعت کې ريکارډ ټينګ کړ.


دغه فلم په نژدې ٢٠ ورځو کې څه باندې درې اتيانيم مليونه امريکايي ډالره وګټل. تر دې مخکې يوه هندي فلم هم دومره زياتې پيسې نه وې ګټلې.

د هندوستان ټايمز ورځپاڼې دا يو بېسارى پرمختګ بللى دى.

په هند کې يوه نوي جوړ شوي فلم د دې هېواد د فلمي صنعت په تاريخ کې ريکارډ ټينګ کړ.

د هندوستان ټايمز له راپور سره سم، دهوم٣ تر نن ورځې په ټوله نړۍ کې څه باندې ٥٠١ کروړه هندۍ روپۍ چې څه باندې ٨٣ نيم مليونه ډالره کېږي، ګټلې دي.

افغان ليکوال محبوب خان چې (خانان په باليووډ کې) په نامه کتاب يې ليکلى او زيات وخت په هند کې پاتې شوى، وايي د دهوم ٣ د کاميابۍ يو راز دا دى چې پېژندل شوي فلمي ستوري عامر خان په کې مرکزي رول لوبولى دى.

د دې فلمي لړۍ په مخکنيو هغو يعنې دهوم١ او دهوم٢ کې عامر خان رول نه درلود.

د فلم داستان هم جالب دى، د فلم د مرکزي کرکټر عامر خان پلار د يوه سرکس خاوند دى، د امريکا په شيکاګو کې د يوه فاسد بانک د خاوند د ځانغوښتنې له کبله يې سرکس له سقوط سره مخامخېږي.

د عامر پلار له غوسې ځان وژني، دا مسئله د دې سبب کېږي چې عامر له دې بانک څخه د غچ اخيستنې تکل وکړي.

په امريکا کې دغه بانک څو څو وارې په داسې ماهران ډول لوټل کېږي، چې پوليس او استخبارات ورته ګوته په غاښ پاتې وي.

وروستى ځل د بانک پر دېوال په هندي تورو څو جملې ليکلي وي. د امريکا پوليس د هند له ممبۍ څخه ځانګړي پوليس راوغواړي، چې يو يې ابېشېک بچن دى، دوى هڅه کوي د دې قضيې په حل کې مرسته وکړي.

په فلم کې چې اديتيا چوپړا يې پروډيوسر دى، هيجاني صحنې هم شته او ځينې له مبالغې ډکې پېښې هم په کې ځاى شوي دي.

افغان ليکوال محبوب خان وايي د هند په بازاري فلمونو کې تل په ځينو پېښو او صحنو کې مبالغې کېږي.

دهوم٣ فلم چې ١٧٢ دقيقې دى، ويجې کرشنا اچاريا ډايرکټ کړى او په ليکلو کې يې له اديتيا چوپړا سره برخه اخيستې ده. ښځينه لوبغاړې يې کټرينا کېف ده.

دغه فلم تر اوسه په بېساري ډول څه باندې ٨٣ مليونه ډالره ګټلې، ٥٨ مليونه ډالره په هند کې دننه او پنځه ويشت مليونه ډالره له هند څخه بهر.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG