د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د افغانستان په اړه د رابرټ ګیټس نظر رد کړ


د امريکا د دفاع پخواني وزير رابرټ ګيټس د افغانستان په اړه د ولسمشربارک اوباما پر تګ لاره انتقاد کړی دی.

د امريکا د دفاع پخواني وزير رابرټ ګيټس د افغانستان په اړه د ولسمشربارک اوباما پر تګ لاره انتقاد کړی دی.


ګېټس دا نيوکې په يوه کتاب کې کړي چې امريکايي رسنيو د هغه ځيني خپرې کړي دي. ټاکل شوې ده چې د ګېټس دا کتاب، چې ډيوټي يا دنده نومېږي په راتلونکې اوونۍ له چاپه راووځي.

رابرټ ګيټس ويلي، ولسمشراوباما د افغانستان او عراق له جګړو، چې ده ته له پخواني حکومته په ميراث پاتي وې، نارامه و.

د سياسي چارو افغان کارپوه ډاکتر اکبر وردک هم دا تاييدوي چې اوباما ته د افغانستان جګړه له جورج ډبليو بوش څخه په ميراث پاتې ده، خو په اسانه يې پای ته نه شي رسولای:

«د افغانستان جګړه د نويو محافظه کارانو تر اغېز لاندې د امريکا پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش پيل کړې وه او دا جګړه د امريکا د ديموکراتانو په نظر ډېره مهمه او توجيه کېدونکې جګړه نه بلل کېده، خو څرنګه چې جګړه مخکې پيل شوې وه نو د ولسمشر اوباما لپاره تقريباً ناممکنه وه چې سمدستي جګړه پاي ته ورسوي، مجبوره و چې جګړې ته يې دوام ورکړي واي څو داسي لارې چارې پيدا شي چې دا جګړه ختمه شي.»

جمهوري غوښتونکي ګيټس چې جورج ډبليبو بوش دفاع وزير ټاکلي و او د ديموکرات ولسمشر بارک اوباما په حکومت کې هم څلورنيم کاله دفاع وزير پاتې شو، په دې کتاب کې ليکلي:

په ۲۰۱۱ کال په سپينه ماڼۍ کې په يوه غونډه کې يې داسې انتباه واخيسته چې ولسمشر اوباما پر خپلو قومندانانو اعتماد نه کوي، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نه شي زغملی او د افغانستان په اړه پر خپله ستراتيژۍ باور نه لري.

د متحده ايالاتو د دفاع پخواني وزير په خپل تاليف کړي کتاب کې دا هم ليکلي :

ولسمشراوباما د افغانستان جګړه خپله نه ګڼي او د هغه لپاره يوازې دا مهمه ده چې څرنګه له دې جګړې ووځي.

د رابرټ ګيټس په وينا باراک اوباما د افغانستان په اړه د متحده ايالاتو د پوځ پر وړانديزونو او انتخابونو باور نه درلود.

په کتاب کې دا هم راغلي سپينې ماڼۍ په دوامداره توګه د امريکا د دفاع وزارت يا پنتاګون په چارو کې مداخله کړې ده.

خو د امريکا د دفاع پخواني وزير د پاکستان په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن د وژلو په اړه د ولسمشر اوباما پريکړه ستايلې ده او ليکي چې دا د ده د وظيفې پر مهال د سپينې مانۍ تر ټولو زړوره پريکړه وه.

رابرټ ګيټس د ولسمشر اوباما پر مرستيال جوبايډن هم انتقاد کړي او په دې کتاب کې يې ليکلي چې بايډن تقريباً د هرې بهرنۍ پاليسۍ په برخه کې خطا دريځ او تګلاره لرلې ده.

سپينې ماڼۍ د دفاع د پخواني وزير د ليکنې په عکس العمل کې ويلي، ولسمشر اوباما د القاعده شبکې ځپلو او ماتولو ته ژمن دي.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا په خپله اعلاميه کې ويلي د ولسمشر اوباما اداره د روان ميلادي کال په پاي کې په افغانستان کې د جګړې د پاي ته رسولو لپاره ښکاره پلان لري.

د ډاکتر اکبر وردک په باور د امريکا حکومت د افغانستان جګړه يوې نتيجې ته له رسولو پرته پاي ته نه شي رسولي:

«که ولسمشر اوباما په رښتيا هم له دې جګړې سره علاقمنمد نه وي، دي نه شي کولي چې دا جګړه بې له دې چې کومه نتيجه ولري ، پاي ته ورسوي ځکه چې د دې کار نتيجه به دا وي چې د امريکا ولس دا حساب له خپلو مشرانو وغواړي چې دا دومره مالي او انساني قربانۍ د څه لپاره شوي وې او څه نتيجه يې ورکړه.»

امريکايي چارواکو په ځلونو ويلي چې که د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له امريکا سره دوه اړخيزه امنيتي موافقه لاسليک نه کړه امريکايي پوځيان به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې نه شي.

ټاکل شوې ده چې د امريکا او ناټو ټول محارب پوځيان د روان ۲۰۱۴ کال په پاي کې له افغانستانه ووځي.
XS
SM
MD
LG