د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘کیدای شي پرویز مشرف له پاکستانه ووځي’


د امريکايي خبري ادارې سي بي ايس په يوه ليکنه کې راغلي، تمه کيږي چې د پاکستان د پخواني پوځي واکمن جنرال ريټايرډ پرويز مشرف پر ضد راوړل شوې له دې هېواد سره د غدارۍ مقدمه به پر ځای پاتې شي او نوموړی به د درملنې لپاره له هېواده د باندې ولاړ شي.

د امريکايي خبري ادارې سي بي ايس په يوه ليکنه کې راغلي، تمه کيږي چې د پاکستان د پخواني پوځي واکمن جنرال ريټايرډ پرويز مشرف پر ضد راوړل شوې له دې هېواد سره د غدارۍ مقدمه به پر ځای پاتې شي او نوموړی به د درملنې لپاره له هېواده د باندې ولاړ شي.


يادې ادارې ته دا خبرې د پرويز مشرف يو خپلوان او د پاکستاني استخباراتي ادارې يوه چارواکي کړې دي.

په ليکنه کې ويل شوي، د تېر زيارت په ورځ، په داسې حال کې چې پرويز مشرف په يادې مقدمې کې د اسلام اباد يوه عدالت ته د وړاندې کېدو لپاره په لاره و، نوموړي په سينه کې د درد شکايت وکړ او په راولپنډۍ ښار کې موقيعت لرونکي د زړه د ناروغيو يوه پوځي هسپتال ته يوړل شو.

د مشرف مقدمې اورېدنې لپاره جوړ شوي خصوصي عدالت د نهې په ورځ وويل چې د نوموړي د ناروغۍ د رپورټونو تر جاج اخيستو وروسته به په دې اړه چې ايا اجازه ورته ورکړي چې په هسپتال کې بستر پاتې شي او عدالت ته حاضر نه شي، فيصله کوي.

ليکنه زياتوي، پر مشرف له دې امله چې په ۲۰۰۷ م کال کې يې، کله چې نوموړی د پاکستان ولسمشر او د پوځي ځواکونو کمانډر و، په هېواد کې بېړنی حالت نافذ کړ او يو شمېر قاضيان او د مدنې ټولنې فعالان يې نظر بند کړل.

د ليکنې له مخې، که په پرويز مشرف له ملک سره د خيانت تورونه ثابت شي، نو د ټول عمري بند او يا هم د مرګ په سزا محکومېدای شي.

د سي بي ايس نيوز ليکنه کاږي، د مشرف په دوسيه کې د استغاثې وکيل اکرم شيخ عدالت ته وويل چې، نوموړي، د دې لپاره چې عدالت ته وړاندې نه شي، په دروغه ځان ناروغه کړی دی.
ليکنه زياتوي، تر دې وړاندې هم مشرف دوه ځله په دې وجه د عدالت مخې ته حاضر نه شو چې د کور خوا ته يې چاودېدونکي مواد وموندل شول.

په ليکنه کې د مشرف خبره راخيسل شوې چې وايي، د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان ولسي حکومت زما پر خلاف يوه سياسي دسيسه جوړه کړې ده.

په ليکنه کې دغه راز د ځينو غربي ډپلوماټانو اندېښنې هم راخيستل شوي چې وايي، د پاکستاني عدالت لخوا د مشرف سزا کېدل به ښايي د دې هېواد د ولسي حکومت او طاقتور پوځ تر مينځ اختلافات نور هم شديد کړي.

سي بي ايس د يوه غربي ډبلوماټ له قوله، چې نوم يې نه دی اخيستل شوی، ليکلي چې په پاکستان کې تر نن ورځې پورې د پوځ هېڅ کوم لوړ پوړی چارواکی نه دی محاکمه شوی او دا چې پوځ د پردې تر شا لګيا دی هڅې کوي چې مشرف ته له هېواده د وتلو يوه لار ورکړي.
XS
SM
MD
LG