د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې د پوهنتونو نشتوالي او ستونزې


په قبایلي سیمو کې له ډېر وخت نه د یو پوهنتون د جوړولو خبرې روانې دي چې تر اوسه پورې عملي شوي نه دی.

په قبایلي سیمو کې له ډېر وخت نه د یو پوهنتون د جوړولو خبرې روانې دي چې تر اوسه پورې عملي شوي نه دی.


په دې تیرو ورځو کې د قبایلي زده کونکو له حکومت څخه دا غوښتنه هم کړې وه، که چیرې په فاټا کې یوه جدا پوهنتون نشي جوړولی نو باید د کوهاټ پوهنتون دې په مختلفو ایجنسو کې جوړ کړای شي ځکه د دوی په خبره زیاتره زده کونکي د وړاندې تعلیم له دې وجې باتی شي چې سیمه یې هیڅ یوه لویه تعلیمي اداره نه لري.

د خیبر ایجنسي مسعود اپریدي وایي باید حکومت د دوی په غوشتنو عملي کار وکړي.

په ۲۰۱۳م کال کې په قبایلي سمیو کې د پوهنتون د جوړولو خبري مخې ته راغلي، په دره ادم خیلو کې د دغي لپاره ځای هم وټاکل شو، خو وروستو په دغه منصوبه کار تر کاغذونو پوري محدوده پاتې شو.

د پاکستان ډان ورځپاڼه په خپل یو رپوټ کې لیکي، پروفیسر شفیق الرحمان د فاټا پوهنتو وایس چانسلر وټاکل شو، او د دغه کار لپاره سل ملیونه روپۍ هم مختص کړای شوې، خو دغه منصوبه په تیر کال کې پرمخ نه ده تلې.

د پیښور پوهنتون یوه استاده نورین نصیر وایي که په قبایلي کې ټول اصلاحات عملي شي، نو تعلیمي ادارو جوړولو ته به لاره هواره شي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر بیا وایي په قبایلي کې میډیکل کالج ، پوهنتون او نورې تعلیمي ادارې جوړول یو مهم کار ګڼي او د دې کال لپاره یې کوششونه هم پیل کړي دي.


په قبایلي سیمو کې خوا اوشا ۳۷ کالجونه دي، او که چیري دغلته پوهنتون جوړ شي، نو دا کالجونه به هم ورسره رجیسټر شي.
XS
SM
MD
LG