د لاسرسي ځای

تازه خبر

بادغیس کې دوې میرمنې د یوه تښتونکې له منګولو وژغورل شوې



د بادغیس امنیتي مسولینو په دې ولایت کې دوې میرمنې د یوه تښتونکې له منګولو ژغورلي دي.


د باغیس د امنیه قومندانۍ ویاند تحصیل حیدري مشال راډیو ته وویل، چې دا میرمنې تیره ورځ د دې ولایت په مرکز قلعه نو کې د پولیسو د عملیاتو په نتیجه کې ازادې شوې.

دی وایې، دا دوې میرمنې د محمد اکرم په نامه د یو کس له خوا تیره یکشنبې له کابله تښتول شوي وې.

د یوبل خبر له مخې، د بغلان استیناف محکمې پرون یو کس د تښتونې وژنې او جنسي تیري په تور په اعدام محکوم کړ.

له بغلانه د مشال راډيو خبریال وایې، د نورګل په نامه دې کس څه موده مخکې له کابل څخه یوه نجلۍ تښتولې وه او تر جنسي تیري وروسته یې وژلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG