د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (وسیع خان خلیل وړیا ویډیوګانې جوړوي)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


د سندرو امېل په دې خپرونه کې د يوه ځوان ويډيو جوړوونکي وسیع خان خليل خبرې اورئ چې په دې وروستيو کې يې د پښتو يو شمېر نويو سندرو لپاره ويډيوګانې جوړې کړې دي.

دی وايي، موسیقي ورسره یوازینۍ لار ده چې دوی د پښتنو یو سم انځور خلکو ته وړاندې کولای شي، خو که د سي ډي ګانو بازار ته یو کس لاړ شي نو هلته ټولې ویډیوګانې د پښتنو فرهنګ او کلچر خلاف دي.

خلیل وايي، د اردو یوه ټیلي وېژن ته ولاړ او هلته یې یوه سي ډي ورکړه. خو د ټیلي وېژن یوه کار کوونکي د ده سي ډي یې ورته وغورځوله او ورته یې وویل چې ((ماته مالومه ده چې د پښتنو د ویډیوګانو څه معیار دی!!))

خلیل وايي، له دې خبرې سره نا ارامه شو او و یې پتېیله چې نور به خپلې ویډیوګانې جوړوي.

د خلیل له نورو خبرو سره سندرې هم په خپرونه کې اورېدای شئ.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG