د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني علما هڅه کوي د فرقه ییز تاوتریخوالي مخه ونیسي


سرچینه: کرسچین ساینس مانیټر
ژباړه: هارون باچا


له امريکا خپرېدونکې کرسچين ساينس مانيټر نومې ورځپاڼې په رپورټ کې راغلي، په پاکستان کې د ديني علماو يوه شورا هڅې کوي چې په دې هېواد کې د کېدونکي فرقه یيز تاوتريخوالي پېښو مخه ونيسي.


رپورټ وايي، تېره مياشت دې شورا، چې ۳۲ بېلا بېلې فرقه يي ډلې پکې ګډون لري، يو سند لاس ليک کړ، چې هدف يې د يو بل پر ضد د کرکجنو ويناوو، د لاوډ سپيکر بې درېغه استعمال او د ودانيو پر دېوالونو د نفرت انګېزه شعارونو ليکل، له مينځه وړل دي.

په رپورټ کې په پاکستان کې د سولې مطالعاتو مرکز (پاکستان انسټيټيوټ اف پيس سټډيز) د شمېرو تر مخه ويل شوي، په ۲۰۱۲ ز کال کې په دغه هېواد کې د فرقه ييزه تاوتريخوالي په شويو پېښو کې لږ تر لږه ۵۳۷ کسان ووژل شول.

رپورټ وړاندې وايي، که څه هم د فرقه ييز تاوتريخوالي پېښو د مخ نيوي لپاره د ديني ډلو هڅې د ستاينې وړ دي، خو دا چې دوی به بريا پکې تر لاسه کړي، په اړه يې شکونه څرګندېږي.

رپورټ کاږي، پاکستانيو ديني عالمانو د خپلو مذهبي فعاليتونو لپاره ضابطه اخلاق د تېرې دسمبر مياشتې په دوهمه نېټه تر هغې وروسته اعلان کړ چې د پنجاب په راولپنډۍ ښار کې د سني او شيعه مسلمانانو تر مينځ د تاوتريخوالي خونړۍ پېښې وشوې.

د ورځپاڼې په رپورټ کې ويل شوي، د ديني عالمانو لخوا د ضابطه اخلاق تر اعلانېدو وروسته هم د تاوتريخوالي پېښو لړۍ دوام ولرلو.

د روانې جنورۍ مياشت په لومړۍ نېټه دوه شيعه زيارت کوونکي تنان، چې له ايرانه کوټې ته ستنېدل، په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شول.

هم د جنورۍ په دوهمه بيا وسله والو په اسلام اباد کې د شيعه مسلمانانو دوه مذهبي مشران په نښه کړل.
دغه راز تېره مياشت په کراچې او راولپنډۍ ښارونو کې د شيعه مسلمانانو پر جماتونو شويو ځامرګيو بريدونو کې څلور کسان ووژل شول.

د ورځپاڼې د رپورټ له مخې، له ايرانه وروسته، د نړۍ پر مخ پاکستان داسې هېواد دی چې يو د پام وړ شمېر شيعه مسلمانان ژوند پکې کوي.

په رپورټ کې د پاکستانيو علماوو د شوری د مشر طاهر محمود اشرفي په اړه ويل شوي چې نوموړی د سخت دريځه سني مسلمانانو د ډلې، سپاه صحابه غړی پاتې شوی، چې له يادې ډلې سره يې اړيکې وشلولې او له تبليغي جماعت سره ملګری شو.

په رپورت کې د اشرفي خبره راخيستل شوې چې وايي، که موږ د فرقه ييزه تاوتريخوالي روانو پېښو ته د پای ټکی کښېنښود، نو نه يوازې دا چې پاکستان به ښاده ورځ و نه مومي، بلکې اغېزې به يې د نړۍ پر نورو هېوادونو هم پرېوځي.
XS
SM
MD
LG