د لاسرسي ځای

په انقره کې د پولیسو ۳۵۰ افسران د درغلۍ په تور له دندو لري کړل شوي دي


راپورونه وایي چې تیره شپه په انقره کې د پولیسو شاوخوا درې نیم سوه افسران د درغلۍ يا کرپشن ضد عملیاتو په ترڅ کې له خپلو دندو لیرې کړل شوي دي.


د دوګان خصوصي خبري اژانس د راپورله مخې دغه افسران د حکومت د یوه فرمان پراساس چې تیره شپه خپورشوی، له کاره ګوښه شوي دي.

په ګوښه شویو افسرانو کې د مالي جرایمو، د قاچاق ضد، سایبر جرایمو او منظمو جرمونو د برخو مشران هم شامل دي.

د ان ټي وي د خبرله مخې شاوخوا دونیم سوه کسان چې اکثره یې د انقره د شاوخوا سیمو اوسیدونکي دي، د ګوښه شویو افسرانو پرځای په کارونو ګمارل شوي دي.

د ډسمبر له اولسمې راهیسې چې په ترکیه کې د درغلۍ ضد څیړنه څرګنده شوې، په سلګونو پولیس له خپلو دندو ګوښه شوي یا یې هم په خپله استعفاوې کړي دي.

وروستی اقدام په داسې حال کې کیږي چې د ترکیې په حکومت کې د فساد د ادعاوپه اړه سیاسي کړکیچ زیات شوی دی. د دغه کړکیچ په نتیجه کې یوشمیروزیرانو استعفاوې کړي دي.
XS
SM
MD
LG