د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانه نجلۍ وايي، ورور یې ورته د ځانمرګي برید کولو ویلي ول


افغان چارواکو د هغه طالب وسله وال لټون پېل کړی چې په تورن ډول يې په زوره خپلې خور ته د بارودو ډک واسکټ ور اغوستی تر څو ځانمرګی بريد وکړي خو داسي بريد و نه شو او دغه لس کلنه نجلۍ د پوليسو لخوا نيول شوې ده. د هلمند د والي وياند عمر ځواک مشال راډيو ته نن وويل چې يوه ډله ګمارل شوې تر څو دا پېښه وڅېړي او د نجلۍ ورور پيدا کړي چې ويل کيږي يو طالب کومندان دی. دغه نجلۍ چې سپوږمۍ نوميږي پوليسو ته ویلي چې ورور يې په زور دې ته د بريد لپاره د بارودو ډک واسکټ ور اغوستلو هڅه کول. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې پوليسو د يکشنبې په ورځ د هلمند په جانشين ولسوالۍ کې سپوږمۍ ونيول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG