د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې شپږ مړي موندل شوي دي


د کراچۍ ښار په ګلشن معمار سېمه کې نن ماسپښین د شپږ کسانو مړي موندل شوي دي . پولیس وایي ټول شپږ کسان د تشدد کولو وروسته په ډزو وژل شوي دي . د سېمې د پولیسو مشر عامر فاروقي مشال ریډیو ته ویلي چې وژل شوي کسان د سېمې په یوه کارخانه کې مزدوران ول او دوی له کارخانې څخه خپلو کورونو ته د تلو پر مهال لومړی تښتول شوي او بیا وژل شوي دي . د عامر فاروقي په خبره پولیس د پیښې په اړه نورې پلټنې کوي .

په کراچې کې په تېر کال کې هم د تشدد په بېلا بيلو پيښو کې تر ۳۰۰۰ زيات کسان ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG