د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کابل دې د امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو په خاطر، تړون ژر لاسلیک کړي"


د امریکا متحده ایالتونه وايي، د افغانستان حکومت که چیرې غواړي چې امریکايي ځواکونه له ۲۰۱۴ م کال وروسته په دې هېواد کې پاتې شي نو له واشنګټن سره دې امنیتي تړون په څو اونیو کې لاسلیک کړي.

د امریکا متحده ایالتونه وايي، د افغانستان حکومت که چیرې غواړي چې امریکايي ځواکونه له ۲۰۱۴ م کال وروسته په دې هېواد کې پاتې شي نو له واشنګټن سره دې امنیتي تړون په څو اونیو کې لاسلیک کړي.


د دوشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني خبریالانو ته وویل، که چیرې ژر دا امنیتي تړون لاسلیک نه شي، نو د وخت په تیریدو سره به له افغانستان څخه د ټولو سرتیرو د ایستلو امکان زیات شي.

سپینه ماڼۍ وايي، که چیرې د افغانستان حکومت له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د یو شمېر امریکايي سرتیرو پاتې کیدل غواړي نو د کابل او واشنګټن ترمنځ دې امنیتي تړون د څو اونیو په اوږدو کې لاسلیک کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:

” زموږ دریځ بیا هم دا دی چې که دوه اړخیر امنیتي تړون ژر لاسلیک نه شي نو موږ به اړه یو چې د ۲۰۱۴ م کال څخه د وروسته مودې لپاره پلان جوړول پیل کړو چې له مخې به یې په افغانستان کې هیڅ امریکايي او یا د ناټو سرتیري پاتې نه شي.“

د سپینې ماڼۍ ویاند زیاته کړه، موږ د دې انتخاب غوښتونکې نه یوو او ولسمشر بارک اوباما هم په دې باور نه دی چې دا دې غوره پالیسي و اوسي.

د نوموړې په وینا د افغانستان لپاره هم دا په ګټه نه ده، خو څومره چې د دې دوه اړخیز تړون لاسلیک ځنډیږي هماغومره له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو د وتلو احتمال زیاتیږي.

جي کارني وویل:

” ګورئ ، زه کوم مشخص ضرب الاجل او یا د پالیسۍ کومه بله پریکړه نه لرم چې نن یې تاسو ته ووایم.خو کولای شم درته ووایم چې موږ د څو اونیو په اړه خبرې کوو نه د میاشتو په اړه او تاسو پوهیږی چې وخت په تیریدو دی.“

د افغانستان حکومت له امریکايي لوري سره د اوږدو خبرو اترو سربیره هم د ۲۰۱۳ م کال تر پای پورې د امنیتي تړون د لاسلیک غوښتنه ونه منله چې د دواړو خواوو ترمنځ یې اړیکې هم ترینګلې کړې.

امریکايي چارواکي وايي، که چیرې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نه شي نو ټول امریکايي سرتیري به د ۲۰۱۴ م کال تر پای پورې له افغانستان څخه ووځي او په دې هېواد کې به د افغان ځواکونو د روزنې او د تروریزم ضد عملیاتو هیڅ بهرني عسکر پاتې نه شي.

امریکا غواړي چې د افغانستان سره د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیک په صورت کې د اتو زرو په شا او خوا کې سرتیري په افغانستان کې پریږدي.

ولسمشرحامد کرزي د افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو د ایستلو خبرداري ته تر اوسه د یو جدي خبرداري په توګه نه دي کتلي .

که چیرې ټول امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووځي په هغه صورت کې د ناټو نور غړي هیوادونه هم چمتو نه دي چې په دې هیواد کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره سرتیري پریږدي او افغان امنیتي ځواکونه به اړ وي چې په یوازې ځان او له بهرني ملاتړ پرته د وسلوالو پر وړاندې مقاومت وکړي .

ولسمشر حامد کرزي ویلي، له امریکا سره به هله دا امنیتي تړون لاسلیک کړي چې د افغانانو پر کورنو د عملیاتو نه کولو تضمین ورکړل شي او په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو د عملي پیل په اړه ډاډه شي .
XS
SM
MD
LG