د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکو د ځانمرګي برید نیت لرونکې نجلۍ نیولې ده


د کورنیو چارو وزارت وایې یوه لس کلنه ماشومه یې نیولې چې د انتحاري حملې نیت یې درلود.

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن وویل، دا نجلۍ د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې تیرمازدیګر هغه مهال و نیول شوه چې غوښتل یې د سرحدي پولیسو پر یوې قطعې انتحاري حمله وکړي.

د اعلامیې پر اساس دې نجلې اقرار کړی، چې د خپل ورور له خوا چې په سیمه کې یو طالب قومندان دی، دې کار ته هڅول شوې وه.

په افغانستان کې د بشر د حقونو سازمانونو تل اندیښنه ښودلې چې د افغانستان په جګړې کې له ماشومانو هم کار اخیستل کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG