د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې خوارځواکي ماشومان زیات شوي دي


یو افغانه مور و خپل ناروغ بچي ته ناسته ده
یو افغانه مور و خپل ناروغ بچي ته ناسته ده
امريکايي نيويارک ټايمز ورځپاڼې بيا په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د ستونزې په اړه ليکنه خپره کړې ده.

په ليکنه کې په هلمند ولايت کې موقعيت لرونکي د بوست په نوم د يوه روغتون ذکر شوی دی چې وايي، يو د پام وړ شمېر هغه ماشومان ورته د درملنې لپاره وړل کيږي چې په مناسبه اندازه د خوړو نه ملاوېدو له وجې ناروغه شوي دي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې ليکلي چې، د ۲۰۱۲ م ز کال په پرتله د تېر ۲۰۱۳ م کال په موده کې په ټول افغانستان کې د دغه رقم ناروغه ماشومانو په شمېر کې ۵۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

ډاکټرانو د افغانستان د جګړه ځپليو نورو ولايتونو لکه کندهار، فراه، کونړ، پکتيا او پکتيکا څخه هم د ماشومانو د خوارځواکۍ ستونزې په اړه رپورټونه ورکړي دي.

د ورځپاڼې له ليکنې سره سم، د خوارځواکو ماشومانو په شمېر کې د زياتوالي دقيق لاملونو که څه هم نه دي مالوم، خو ډاکټران او د مرستندويه ادرو مامورين وايي چې، ښايي په افغانستان کې روانه جګړه او له وجې يې د افغانانو پرله پسې هجرتونه د دې لامل شوي وي چې د دې هېواد ماشومان د خوارځواکۍ له مسالې سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG