د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنګلادېش کې واکمن ګوند د اپوزیشن پر فشار سربېره نوی حکومت جوړوي


د بنګله دېش د اپوزېشن ګوند جماعت اسلامي پلویان د احتجاج پر مهال
د بنګله دېش د اپوزېشن ګوند جماعت اسلامي پلویان د احتجاج پر مهال
په بنګلادېش کې تر تاوجنو انتخاباتو وروسته واکمن ګوند هڅې کوي چې حکومت جوړ کړي. عوامي لیګ په داسې حال کې د اتوار (یکشنبې) ورځې انتخابات وګټل چې اپوزیشن د ټاکنو له بهیره پرېکون کړی وو او په هیواد کې د تاو تریخوالي پېښو له کبله د وژل شویو شمېر ۲۴ ته وخوت. هلته د بنګلادېش ملتپاله ګوند پر حکومت د فشار زیاتولو په موخه عمومي کاربندیز تر چارشنبې د غځولو اعلان کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس لیکي، د بنګلادېش واکمن ګوند عوامي لیګ، د اپوزیشن فشار پروا نه کوي او هڅې کوي چې حکومت جوړ کړي.

بنګلادېشي ورځپاڼو نن (د دوشنبې پر ورځ) ویلي، حکومت هیواد له ناورین سره مخامخوي، خو د وزیراعظمې شیخ حسینې نېږدې ملګرو له اپوزیشن سره د خبرو امکان رد کړی دی.

د چاپېریال ساتنې (یا ماحولیاتو) وزیر حسن محمود نن (د دوشنبې پر ورځ) فرانس پریس اژانس ته وویل، دوی ((اوس [له مخالفو ډ‌لو سره] د خبرو په اړه فکر نه کوي.))

ده وویل، د دوی لومړیتوب دا دی ((چې حکومت جوړ کړي او تاوتریخوالی ختم کړي.))

حسن محمود زیاتوي، دوی باید ((تاوتریخوالی او وسله والي ختمه کړي چې خلک ارام شي.))

د اتوار پر ورځ د رایې اچونې پر وخت د تاوتریخوالي په پېښو کې د وژل شویو شمېر ۲۴ ته رسېدلی دی.

په انتخاباتو کې ډېرو کمو خلکو رایه اچولې ده او د بنګلادېش ملتپاله ګوند یا بي اېن پي له ټاکنو پرېکون اعلان کړی وو.

دې ګوند په هیواد کې تر چارشنبې (شورو) د عمومي کاربندیز غځولو اعلان کړی دی چې پر عوامي لیګ فشار زیات کړي.

دا یوازې د بنګلادېش ملتپاله ګوند نه دی چې د یکشنبې له انتخاباتو یې پرېکون اعلان کړی وو بلکې ۲۰ نورو ګوندونو هم په انتخاباتو کې له ګډونه انکار کړی وو.

د دوشنبې تر ماسپښینه، عوامي لیګ د هیواد پر ۸۰ فیصده څوکیو بری تر لاسه کړی وو. په بنګلادېش کې د پارلېمان ۳۰۰ څوکۍ دي چې پر پاتې هغو یې د عوامي لیګ ملګري ګوندونه د بریا انتظار باسي.

پر بري سربېره، ډېر کم داسې سیاستوالان یا ولسي وګړي ول چې کامیابي ولمانځي.

په بنګلادېش کې د ((ډېلي سټار)) په نوم ورځپاڼې د تېرې ورځې (یکشنبې) انتخابات د هیواد تر ټولو خونړۍ ټاکنې بللې دي. دا ورځپاڼه لیکي چې ((عوامي لیګ یوه تشه، یا خالي بریا تر لاسه کړې ده، نه اکثریتي رایې لري او نه هم دا اخلاقي دلیل چې موثره حکومت جوړ کړي.))

د مخابراتو وزیر عبیدل قادر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دوی ((دا مني چې دا انتخابات په بشپړه ډول د منلو وړ نه ول.))

د ده په خبره، په انتخاباتو کې ډېرو خلکو ګډون ونکړ خو دا نشي ویلای چې ((ټاکنې هیڅ د منلو وړ نه دي.))

قادر هم وویل چې د دوی بل کار به دا وي چې ((حکومت جوړ کړي.))

خو ده زیاته کړه چې تیار دي ((له اپوزیشن سره خبرې وکړي او یوه جوړ جاړي ته ورسېږي، خو شرط به دا وي چې مخالفې ډلې باید له تاوتریخوالي لاس واخلي.))

د بنګلادېش ملتپاله ګوند مشره خالده ضیا له یوې هفتې راهیسې د خپلو ملاتړو تحریکولو او د انتخاباتو بهیر ماتولو په تور په کور کې بندي ده.

دا ګوند پر حکومت د ټول بحران پړه اچوي. ملتپاله ګوند وايي، حکومت باید واک یوه بې پرې لنډ مهالي حکومت ته واک سپارلی وای او هغه حکومت باید انتخابات کړي وای.

په تېرو وختونو کې به همداسې کېدل.

د بي اېن پي مرستیال مشر شمشېر چودري فرانس پریس اژانس ته وویل: ((حکومت باید دا انتخابات لغوه اعلان کړي او د نا ګوندیز یا غیر جماعتي حکومت له لارې نوي انتخابات وکړي.))

ده زیاته کړه: ((حکومت باید نور وخت ضایع نه کړي.))

د فرانسې خبري اژانس زیاتوي، که اوس جوړ جاړی کېږي او بیا نوي انتخابات کېږي نو دا به د شیخ حسینې لپاره د ډېر خطر خبره ځکه وي چې نظر پوښتنې ښيي که هغې د بنګلادېش له ملتپاله ګوند سره مخامخ سیالي کړې وای نو انتخابات یې بایلل.
XS
SM
MD
LG