د لاسرسي ځای

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان په سفر دی


د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر سعود الفېصل

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر سعود الفېصل

اسلام باد: د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر سعود الفېصل نن (جمعه) په دوه ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ځي.

سعود الفیصل به په دې دوه ورځني سفر کې د پاکستان له ولسمشر ممنون حسېن ، وزیراعظم نواز شریف او نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته کوي.

ټاکل شوېده چې د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر او پاکستاني چارواکي به د دوه اړخیزو چارو تر څنګ د سیمي پر حالاتو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته پر راتلونکو حالاتو خبرې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې پاکستان له اسلامي هیوادونو سره د اړیکو نور ښه کولو لپاره پر تګلاره کار کوي او د سعود الفیصل دا دوه ورځنی سفر هم د دې بهیر برخه ده.

XS
SM
MD
LG