د امریکا د بهرینو چارو وزیر جان کیري وايي، د سعودي عرب پاچا په لېوالتیا د اسرییل او فلسطین د شخړې د حل کولو لپاره د امریکا د هلوځلو د ملاتړ وړاندیز کړي.
جان کیري دا خبره پرون په ریاض کې د سعودي عرب له پاچا عبدالله سره له کتنې وروسته وکړه.
جان کیري وویل، نن د پاچا خبري نه صرف هڅه ونکې وي بلکې په دې هیله یې ملاتړ څرګند کړ چې دوي به په راتلونکې کې په دغو هلوځلو کې بریالي هم شي.
د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت وویل، سعودي عرب به د هغې موافقې ملاتړ کوي چې د فلسطینیانو ارمانونه پوره کولی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سعودي عرب له پاچا سره په کتنه کې له اسراییلي او فلسطیني مشرانو سره د سولي په اړه خپلو درې ورځنیو خبرو په باب معلومات وړاندې کړل.