د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې چاودنو لږ تر لږه نولس کسان وژلي دي


د عراق چارواکو ویلې دي چې په بغداد کې چاودنو لږ تر لږه نولس کسان وژلي او ګڼ شمیر يي ژوبل کړي دي .

پرون تر ټولو خونړۍ پیښه د بغداد په شمال شاب کې هغه مهال وشوه کله چې د بارودو ډک دوه ګاړي وچاودیده چې پکې لس تنه وژل شول او شپږیشت ژوبل شول .

خونړۍ پیښي د بغداد په مشرقي ښار صدر کې هم وشوي . چا هم تر اوسه د دې بریدونو زمه واري پر غاړه نده اخیستې .

بلخوا د عراق وزیراعظم نوري ال مالکي ژمنه کړي چې په انبار ولایت کې به ټولو ته ګر ډلو ته ماتي ورکوي .

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د اتوار په ورځ ویلې دي ، امریکا به د القاعده سره تړاو لرونکو ډلو پر ضد جګړه کې د عراق سره مرستي وکړې خو هلته به پوځیان نه لیږي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG