د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنګله دېش واکمن ګوند عوامي لیګ انتخابات ګټلي دي


د بنګله دېش د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښي چې واکمن ګوند عوامي لیګ د دغه هیواد د پارلمان ۲۳۲ چوکۍ ګټلي او تر نورو ګوندونو مخکې دی.

دا په داسي حال کې ده چې د انتخاباتو په ترڅ کې، اپوزیشن بایکاټ کړي وو او تاوتریخوالي جاري وو .

د انتخاباتو د ورځې په تشدد کې لږترلږه ۱۸ تنه ووژل شول، او پر سلګونو انتخاباتي مرکزونو د اپوزیشن د پلویانو لخوا بریدونه وشول.

تر انتخاباتو مخکې د ټاکنو د هلوځلو په ترڅ کې هم په لسګونو کسان وژل شوي وو.
راپورونه وايي چې لږو کسانو په انتخاباتو کې خپلې رایې استعمال کړي دي.

اپوزیشن وروسته له دې د انتخابات نه بایکاټ وکړه چې وزیراعظمې شیخ حسینه له واکه د لېرې کېدو او د تېر ځل په شان د انتخاباتو د څارلو لپاره د یوه غیر جانبداره نګران حکومت د جوړولو غوښتنې رد کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG