د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ږوب سره نژدي د دوو کسانو مړي میندل شوي دي


د بلوچستان د ژوب سیمې امنيتي چارواکي وايي ؛دوی د ژوب او وزیرستان پر لویه لاره له کلي مريمې سره نيژدې د دريو تنو مړي موندلي، چې په ډزو وژل شوي.

د ژوب د پولیسو د يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، مشال راډيو ته يي پرون وویل درې واړه وژل شوي کسان له کاليو او څېرو پښتانه ښکاري، خو تراوسه يې لا هم پيژندګلوي شوې نه ده.

ددې چارواکي په خبره له دوي سره يو لیکلی کاغذ هم موندل شوی، چې په هغه کې د څلورو تنو ذکر شوی دی، خو مړي درې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG