د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر نن پاکستان ته ځي


نن د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان دوره کوي.

سعود ال فیصل به پخپله دوه ورځنې دوره کې د پاکستان ولسمشر ، وزیراعظم او نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کوي او د سیمي په صورتحال ، د دواړو هیوادونو پر اړیکو او د افغانستانه د بهر ملکې ځواکونو د وتلو ورسته په حالاتو به خبري کوي .

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلې دي چې پاکستان له اسلامي هیوادونو سره د اړیکو نور ښه کولو لپاره په پالیسي کار کوي او د سعود ال فیصل دا دوره هم د دې برخه دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG