د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د تحریک انصاف حکومت د پښتونخوا کلتور او هنر له پامه غورځولي'


د اتڼ یو عکس
د اتڼ یو عکس
پراګ: په خيبر پښتنوخوا کې خبريالان او د کلتوري چارو پوهان وايي، په دې صوبه کې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ حکومت د صوبې د کلتوري ورثو او ښکليو هنرونو د پرمختګ لپاره هېڅ سنجيده ګامونه نه پورته کوي.

د کلتوري چارو پوه، د چارسدې محمد عارف تنګي وايي، د پاکستان په آيين کې د ۱۸ م ترميم تر راتلو وروسته دا زمه واري اوس د دې هېواد د صوبايي حکومتونو ده چې ځانته کلچر پالېسۍ جوړې کړي.

نوموړی وویل چې د خيبر پښتونخوا اوسنی حکومت په دغه کار کې تر دې دمه ناکامه واقع شوی دی.

محمد عارف تنګي زیاته کړه ًد اتلسم ترميم نه پس د کلچر ژوندی ساتل او د دې د ودې او پرمختګ لپاره کار کول د صوبايي حکومت کار دی. وزارت جوړ دی، مامورين يې شته دي، بجټ ورته مختص شوی دی، خو تر اوسه پورې موږ و نه کتل چې په نشتر هال کې دې کومه کلتوري سرګرمي شوي وي، د ضلعو په کچ هم هېڅ کار نه کيږي، کومې مېلې چې به کېدلې، هغه لړۍ هم درېدلې ده، په پښتونخوا کې د موجودو بېلا بېلو هنرونو په اړه چې د دې صوبې تېر حکومت کومه ډايرکټري جوړه کړې ده، هغه هم تر دې دمه چاپ نه شوه. غرض، خلک نه دي خبر چې د پښتونخوا د کلچر محکمه وجود لري هم او که نهً.

په پېښور کې خبريال او شاعر روښان يوسفزی ، چې د کلتوري چارو د ودې په موخه جوړې د ځايي خبريالانو د ټولنې مشري پر غاړه لري، وايي وخت په وخت يې هڅه کړې چې د خيبر پښتونخوا د حکومت پام کلچر پالېسۍ جوړولو ته واړوي، خو په خبره يې چې صوبايي حکومت د دوی خبرو او وړانديزونه ته کوم ارزښت نه ورکوي.

روښان يوسفزی وویل ًموږ د خبرونو، کالمونو او په پريس کلب کې د يو لړ پروګرامونو له لارې د کلچر پالېسۍ اهميت پر خلکو او حکومت د په ډاګه کولو هڅې وکړې. که حکومت يوه سانسور بورډ جوړول وغواړي نو بايد چې اول کلچر پاليسي ولري. په هم دغه اساس به د ميوزک، فلم او ډرامې جوړولو لپاره يوه حکومتي لارښونه مخ ته راځي. چې دغه کار نه کيږي نو په اصطلاح، د پرانستو غويانو غوبل جوړ دی، د چا چې څه خوښه وي، کوي يې. هم دغه وجه دی چې د پښتو موسيقۍ او ډرامې په برخه کې هېڅ پرمختګ نه تر سترګو کيږيً.

محمد عارف تنګي خبرداری ورکوي چې که د کلتوري چارو ودې پلو د خيبر پښتونخوا د حکومت بې غوري همدغسې دوام ولري، نو د ده په خبره چې د صوبې کلتوري اثاثې او ښکلي هنرونه به د لا ډېرو خطرونو سره مخامخ شي.

محمد عارف تنګي وویل ًپه تېرو د لسو نه واخلې شلو کالونو په موده کې موږ وکتل چې په صوبه کې هنري سرګرمۍ د جمود ښکار دي. هنرمندان بې روزګاره شول، د سي ډي ګانو له لارې د پښتو غير معياري ډرامې او فلمونه خپريږي او د مخ نيوي لپاره يې په حکومتي کچ هېڅ ميکانېزم نه دی موجود. که حکومت د دغو کارونو سمولو ته پام و نه کړي، نو زموږ کلتور، چې وار د مخه زيانمن شوی، ورته د لا ډېر تاوان اوختو اندېښنې موجودې ديً.

هڅه مو وکړه چې د پښتونخوا حکومت د کلچر پالېسۍ په اړه د دې صوبې د کلتور محکمې د وزير او يا هم د کلچر ډايرکتريټ د مشر نظر راواخلو، خو د بيا بيا ټيليفوني رابطو کولو باوجود بريالي نه شو.

د سيمې هنرمندان او پر کلتوري چارو نظر لرونکي تنان د خيبر پښتونخوا له حکومته غواړي چې د صوبې د اصلي او سپېڅلي کلتور د پر مخ بېولو لپاره لازم ګامونه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG