د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې څوارلس وسله وال طالبان وژل شوي دي


د غزني چارواکي وايي، د دغه ولايت په دوو ولسواليو کې د طالبانو پر ضد په عملياتو او يوه نښته کې څلوارلس تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

دوی وايي، په وژلو شويو کسانو کې پنځه تنه يې پاکستانيان ښکاري. چارواکي وايي دغه عملیات په ( اب بند ) او مقر ولسوالیو کې ترسره شوي دي. تر اوسه پورې طالبانو د يوې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

تېره ورځ په غزني ښار کې د يوه مقناطيسي ماين د چاودېدو له امله د اندړو د پاڅون پنځه تنه جنګيالي ژوبل شوي وو او د چاودنې مسووليت طالبانو منلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG