د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ورک کړل شوو بلوڅو لپاره اوږد لاریون خیرپور ته رسېدلی دی


دورکو بلوڅو لپاره مبارزه کونکی ماماقدیر چې د لسګونو کسانو په بدرګه یې دکراچۍ نه اسلام اباد ته په خپلو پښو احتجاجي لاریون پیل کړی او اوس خیر پور ته رسیدلی وايي : دوی ته پنجاب ته د نه داخلیدو دمکیانې ورکول کیږي :

ماما قدیر وايي دوی سره روانه قافله کې یو شمیر میرمنې او ماشومان ناروغه شوي هم دي ، خو دوی به خپل لاریون ته دوام ورکوي.

ماما قدیر د لسګونو نورو کسانو په بدرګه د ۲۰۱۳ م کال د اکتوبر په ۲۷ مه نیټه لاریون پیل کړی و. په پاکستان کې په سلګونو کسان چې بلوڅ هم پکې دي په مرموز ډول داستخباراتي ادارو له خوا ترۍ تم کړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG