د لاسرسي ځای

نواز شریف: د پروېزمشرف راتلونکی به عدالت ټاکي


د پاکستان د وزیر اعظم هاوس لخوا د اتوار په ورځ په خپره شوې یوه خبر پاڼه کی د وزیر اعظم نوازشریف په حواله ویل شوي : چې دا فیصله به عدالت کوي، چې د ۲۰۰۷ کال د نومبر په درېمه نیټه د پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف له خوا پورته کړی شوی ګام د ایین د شپږم ارټیکل لاندي راځي او که نه ؟

نوموړي پرون په یوه مرکه کې وویل دا مقدمه په عدالت کې روانه ده، نوځکه پري دی څه نشي ویلی. او زیاتوي، که چیري ټول د قانون پر وړاندي برابر دي، نو بیا باید د ټولوسره حساب وشي.

په پرویز مشرف دا وخت د اسلام اباد په یو خصوصی عدالت کې د ایین د ماتولو، او ایمرجنسي لګولو په لړ کې د غدارۍ مقدمه روانه ده. ولې هغه تر اوسه عدالت ته ندی وړاندې شوی.
XS
SM
MD
LG