د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس په سوچې ښار کې بندیزونه نرم کړي دي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین په ساحلي ښار سوچي کې چیرته چې د ژمي اولمپیک لوبې پلیدونکي دي ،پر مظاهرو او د خلکو پر راټولیدو دبندیزونو دنرمولو امرکړی دی.

د کریملېن لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي : د سیمه ئېزو چارواکو د اجازت په صورت کې خلک کولی شی مظاهرې،لاریونونه، او غونډې ترسره کړي.

خو دده په وینا دا کارونه باید د اولمپیک لوبو سره کوم تړاو ونه لري.
د اولمپیک نړیوالې کمیټې د روس د حکومت دې ګام ته هرکلی ویلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG